د لاس رسي وړ اتصالات

هرکال دیارلس زره افغانان د نري رنځ په ناروغۍ مري


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د نري رنځ د ناروغۍ اکثره قربانیان خوار او نیستمن خلک دي چې د دریو نه دوه برخې یې ښځې دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د نري رنځ د ناروغۍ اکثره قربانیان خوار او نیستمن خلک دي چې د دریو نه دوه برخې یې ښځې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د وزارت د نوو شمیرونو له مخې هرکال تر دیارلس زرو پورې افغانان د نري رنځ د ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

تیرکال دغه وزارت د نري رنځ د ناروغۍ د قربانیانو شمیر تر دولس زرو پورې ښودل شوی وو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزوالدین فیروز د نري رنځ د ناروغۍ د مخنیوي او د دغې ناروغۍ په باب د خلکو د خبرتیا د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل چې افغانستان چې د نري رنځ د ناروغۍ د پراختیا او مړینې له امله په ټوله نړۍ کې دوویشتم هیواد دی.

ډاکټر فیروز وویل "هرکال په افغانستان کې اته پنځوس زره کسان د نري رنځ په ناروغۍ اخته کیږي چې له دغې ډلې د دولسو زرو نه نیولې تر دیارلس زرو پورې کسان خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي چې له بده مرغه زیات شمیر یې ښځې دي. ددې لپاره چې د ښځو د بدن ټیټ مقاومت او د هغوی د اخته کیدلو امکانات د دې سبب کیږي چې ډیرې ښځې په دغه ناروغۍ اخته شي ".

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د افغان حکومت د یو لړ اقداماتو یادونه وکړه وې ویل چې تیرکال یې د نوو اخته شوو ټولوناروغانو له ډلې د ۵۶ فیصدو ناروغانو ناروغۍ تشخیص کړي او تر شپږو میاشتو يې درمل هم ورته برابر کړي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د نري رنځ د ناروغۍ اکثره قربانیان خوار او نیستمن خلک دي چې د دریو نه دوه برخې یې ښځې دي.

د روغیتا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ وو، د شمیرونو له مخې په ۲۰۱۳ کال کې په ټوله نړۍ کې نهه میلونه خلک په نري رنځ اخته شوي وو.

د نري رنځ د نړیوالې ورځې دې غونډې ته په کابل کې د د روغیتا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ وو استازي ډاکټر ریچارډ پیپرکورن په نړۍ او افغانستان کې د نري رنځ د درملنې په برخه کې د یوې بلې ستونزې یادونه وکړه وې ویل چې د درملو په وړاندې د نري رنځ د ناروغانو د مقاومت شمیر هم په نړۍ کې مخ په زیاتیدو دی.

هغه دوویل چې یوازې په افغانستان کې تیرکال د دغسې ناروغانو شمیر دولس زرو ته رسیدلی وو.

نری رنځ یا توبرکلوز یوه انتاني ناروغي ده چي زیاتره د انسان په بدن کې سږي تر برید لاندې راولي.

ډاکټران وایي چې هرکله چې یو ناروغ په نري رنځ اخته وي، دا ناروغ کس د ټوخیدو سره د نري رنځ میکروب هوا ته خپروي او ورسره دا ناروغي نورو روغو کسانو ته هم خپریږي.

د کابل د اندراګاندي د ماشومانو د روغتون د پلوکلینک امر ډاکټر سید اسدالله سادات امریکا غږ ته وویل چې د هرڅوک په یوه کور کې له دوه اونیو زیات وټوخیږي نو باید ډاکټر ته ورشي او خپل ځان معاینه کړي.

ډاکټر سادات وویل " که یو ناروغ په یوه کورنۍ کې په دوامداره توګه د دوه اونیو لپاره وټوخیږي او وزن یې مخ په کمیدو شي، اشتها یې کمه شي او د شپې له خوا خولې کیږي دا ډول کسان باید ژر ډاکټر ته ورشي او که چیرې په نري رنځ اخته اوسي نو باید د دغې ناروغۍ درملنه پیل کړي".

ډاکټران وایي چې دا ناروغي د علاج وړ ده خو چې په وخت یې علاج وشي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په اوس وخت کې په دغې ناروغۍ د اخته کسانو ۸۵ فیصده یې د علاج لپاره روغتیایي مرکزونو ته مراجعه کوي او درملنې ته لاس رسې لري.

XS
SM
MD
LG