د لاس رسي وړ اتصالات

۷،۶ میلیونه افغان ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین کیږي


د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په پام کې لري، د ویټامن ای کپسولونه شپږ اشاریه شپږ ملیونو ماشومانو ته ورکړي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په پام کې لري، د ویټامن ای کپسولونه شپږ اشاریه شپږ ملیونو ماشومانو ته ورکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن د یکشنبې په ورځ ۷.۶ میلیونو ماشومانو ته د ماشومانو د ګوزڼ ضد د واکسین د ورکولو درې ورځنی رسمي کمپاین پيل کړ چې په اته ویشتو ولایتونو کې به په دغه دریو ورځو کې تطبیق شي.

د پسرلي دا ملي کمپاین به له پنځو کلونو ټیټو ماشومانو باندې تطبیق شي، د ګوزڼ د ناروغۍ د واکسین ترڅنګ به د ویټامن ای کپسولونه هم د شپږو میاشتو نېولې تر ۵۹ میاشتني ماشومانو باندې تطبیق کړي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په پام کې لري، د ویټامن ای کپسولونه شپږ اشاریه شپږ ملیونو ماشومانو ته ورکړي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د پولیو د واکسین د تطبیق د رسمي کمپاین د پرانستې په غونډه کې وویل پدغه ملي کمپاین کې شپږ ولایتونه چې ساړه ولایتونه دي او شپاړس ولسوالۍ پکې کیږي، ندي شامل.

دا شپږ ولایتونه بامیان، دایکندي، غور، پنجشیر، هرات او بادغیس دي، شپاړس ولسوالۍ په میدان وردګو، غزني، بدخشان او فاریاب کې دي، پدغو شپږو ولایتونو او شپاړسو ولسوالیو کې به څه کم یو نیم ملیون ماشومان د پولیو له اوسني روان کمپاین پاتې وي، ولې د روغتیا وزیر وویل د هواء له ښې کېدو سره به دلته هم د ګوزڼ د مخنیوي کمپاین پیل کړي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وویل‪"‬ پدغه درې ورځني کمپاین کې به زمونږ شپږ پنځوس زره رضاء کاره کارکوونکي برخه واخلي، دروازه په دروازه به وګرځي او دوه څاڅکي واکسین به تطبیق کړي.‪"‬

د دوه زره او پنځلسم میلادي کال له پيله تراوسه د ګوزڼ یوه مثبته پېښه لېدل شوې، دا پېښه د هلمند د ریګ په ولسوالۍ کې وه.

تېر میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ اته ویشت مثبتې پېښې لیدل شوي دي، دوه په لغمان، یوه په کنړ، درې په ننګرهار، یوه په ارزګان، یوه په خوست، یوه په فراه، دوه په پکتیکا، دیارلس په کندهار، په غزني او زابل کې یوه یوه پېښه او په هلمند کې دوه مثبتې د ګوزڼ پېښې لیدل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، د ګوزڼ ډېری پېښې په سویلي او ختیځو ولایتونو کې دي او د پولیو د له منځه وړلو لپاره یې سږ کال په پام کې نېولې ترڅو په په سویلي حوزه کې د پولیو دایمي ټیمونه ایجاد کړي، پدغو سیمو کې د پولیو د واکسین په تړاوو د خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړي او ترڅنګ په هغو ولسوالیو کې چې پخوا کړنې کمزورې وې، پياوړي کړي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وویل ‪"‬د ناامنو ولسوالیو په پولو کې لېږدونکي ټیمونه ایجادوو، دوی به هلته پدې کمپاین کې واکسین تطبیق کوي، خو مونږ په سویل، سویل ختیځو او ختیځو ولایتونو کې د دوه زره او پنځلسم میلادي کال د جنورۍ له میاشتې راهېسې دوه لکه او شپېته زره ماشومانو ته واکسین تطبیق کړی دی.‪"‬

افغانستان یوه له هغو درېیو هیوادونو دی، چې لا هم د ګوزڼ ناروغي پکې شته ده، دوه نور هیوادونه پاکستان او نایجریا دي

XS
SM
MD
LG