د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې نهه شخصي روغتونونه وتړل شول


دا لومړی وار دی، چې د عامې روغتیا وزارت پدومره کچه شخصي روغتونونه تړي.
دا لومړی وار دی، چې د عامې روغتیا وزارت پدومره کچه شخصي روغتونونه تړي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز نن شنبه خبریالانو ته وویل چې په کابل ښار کې یې له ۱۲۴ روغتونونو د څلور پنځوسو روغتونونو ارزونه کړې ده او پدغه ارزونه کې یې اتلسو شخصي روغتونونو ته داسې شرایط ایښي، که یې په درېیو میاشتو کې پوره نه کړي نو له دوی به هم د فعالیت جواز واخېستل شي.

ډاکټر فیروز الدین فیروز وویل ددغې ارزونې له مخې یې اته ویشت نور خصوصي روغتونونه د روغتون له کچې عادي کلینکونو ته را ټيټ کړي دي.

د عامې روغتیا وزیر وویل د نهو تړل شوو شخصي روغتونونو د بندېدو لاملونه دا دي، چې ساختمان یې معیاري نه وو، طبي تجهیزات یې پوره نه وو، عملیات خونه، ولادي اطاق او عاجله شعبه یې نه لرله.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وویل ‪"‬خصوصي سکټور پدې معنی ندی، چې هر څه یې زړه غوښتي وو، هماغه کار وکړي، په ځانګړي ډول د روغتیا په برخه کې.‪"‬

د عامې روغتیا وزارت په ورته وخت کې د بې کیفیته درملو په تړاوو د کړنو یادونه هم کوي، ددې وزارت وزیر فیروز الدین فیروز وايي، چې له څلوېښتو بهرنیو کمپنیو نه یې د فعالیت جواز اخېستی، دغو کمپنیو ناسم درمل افغانستان ته واردول.

فیروز الدین فیروز وویل ددې ترڅنګ یې یوسلو نوولس هغه افغان شرکتونه چې دواء یې واردوله او درمل یې بې کیفیته وو هم له فعالیت محروم کړي او اته پنځوس ټنه درمل یې ترې ضبط کړي دي، چې وبه یې سوځوي.

د ناسمو درملو په تړاوو له فساد سره د مبارزې د ارزونې او څارنې کمېټې میک ویلي وو، چې د سلګونو ملیونونو ډالرو په ارزښت ناسم او غیري قانوني درمل د افغانستان مارکیټ ته داخلیږي.

دا لومړی وار دی، چې د عامې روغتیا وزارت پدومره کچه شخصي روغتونونه تړي او د بې کیفیته درملو توریدي شرکتونو نه هم د فعالیت جواز اخلي.

په زرګونو افغانان نورو هیوادونو په تېره بیا هند او پاکستان ته د ښې درملنې لپاره ځي، دغه تلوونکي ناروغان وايي، په افغانستان کې یې سمه درملنه نه کیږي

XS
SM
MD
LG