د لاس رسي وړ اتصالات

ناامني د افغاني سینما پر وړاندې ستر خنډ


کارپوهان وایي په افغانستان کې لومړۍ سینمایي فلم په ١٩۴٦کال کې جوړ شوی و، خو په تیرو اویا کلونو کې افغان سینما هیڅکله په خپلو پښو ونه دریدله.
کارپوهان وایي په افغانستان کې لومړۍ سینمایي فلم په ١٩۴٦کال کې جوړ شوی و، خو په تیرو اویا کلونو کې افغان سینما هیڅکله په خپلو پښو ونه دریدله.

په افغانستان کې د سینما منسوبین او فلم جوړونکي وايي، له تیر یوه کال راهیسې د نا امنیو له امله د فلمونو او په ځانګړي ډول د مستندو فلمونو د جوړولو صنعت څه نا څه په ټپه درېدلی دی. فلم جوړونکي داسې انګیري چې ناامنیو یې مخه ډب کړې ده.

د مهرګان په نوم د فلمونو په نړیوال فسټوال کې په څلورو ورځو کې تر سلو زیات مستند فلمونه نندارې ته وړاندې شول. فلم جوړونکي وایي تر بل هر وخت د ناامنۍ له امله د دوی د فلم جوړولو صنعت ټکنی شوی دی.

فلم جوړونکي د استقلال په لیسه کې د یوې نندارې پر وخت د تیر کال ځانمرګي برید ویرولي دي. د مهرګان د فلم فسټوال مسؤل علي محمدي کیان وايي‪"تیر شوی کال اصلا ټولو هنرامندنو ته ښه کال نه و، په واقعیت کې زمونږ زیات هنرمندان مهاجر شوي دي، لامل یې ناسم وضعیت و .‪"

د افغاني سینما پر وړاندې خنډونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:14 0:00

خو د کارپوهانو په اند د افغانستان سینما له پیله تر اوسه چندان ځلیدلې نده، لومړی فلم په ۱۹۴۶ کې جوړ شوی، او له هغه وخت نه تر اوسه ښايي تر څلوېښتو پورې فلمونه جوړ شوي وي، د افغانستان د سینما یو فلم جوړونکی واحد نظري بیا وايي، د افغانستان سینما هیڅکله په خپلو پښو و نه درېده.

لا هم یوه ستونزه په سینما کې د ښځینه لوبغاړو نه شتون دی. دا ستونزه په دودیزه ټولنه کې له هماغه پیل څخه موجوده وه. خو د سینما لوبغاړې میرمن عاقله رضائي وايي، داسې ښځینه فلمي لوبغاړې شته چې په هر ډول شرایطو کې په فلمونو کې کار وکړي.

د فلم لوبغاړی او ډایرکټر ممنون مقصودي وايي، خلک د بهرنیو سینماګانو په فلمونو روږدي شوي دي.

فلم جوړونکي وايي، که افغان سینما وده وکړي، نو د بهرنیو سریالونو او فلمونو له لورې د خپرېدونکي کلتور مخه به ونیول شي او افغان کلتور به وده وکړي.

XS
SM
MD
LG