د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت په پنځو ښارونو کې موزیمونه جوړوي


وزارت وايي د نویو موزیمونو د جوړولو هدف، د افغانستان د لرغونو اثارو ساتنه او ځوان نسل له خپل تېر تاریخ نه خبرول دي .
وزارت وايي د نویو موزیمونو د جوړولو هدف، د افغانستان د لرغونو اثارو ساتنه او ځوان نسل له خپل تېر تاریخ نه خبرول دي .
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي په پام کې لري د هېواد په پنځو ولایتونو کې نوي موزیمونه جوړ کړي .

وزارت وايي د نویو موزیمونو د جوړولو هدف، د افغانستان د لرغونو اثارو ساتنه او ځوان نسل له خپل تېر تاریخ نه خبرول دي .

د افغانستان د ملي موزیم مشر عمراخان مسعودي امریکا غږ اشنا ته وویل چې دغه موزیمونه په بامیانو، بلخ، لوګر، خوست او کاپیسا ولایتونو کې جوړیږي.

( خوشبختانه، جنوبي کوریا د بامیانو د موزیم د جوړولو لپاره د ۵.۴ میلیونو ډالرو د ورکړې ژمنه کړې ده، د خوست ولایت موزیم په شاوخوا دېرش جریبه ځمکه کې جوړیږي چې د دوشنبې په ورځ ( مۍ۲۶) د احاطوي دیوال کار یې شروع کیږي، او په نورو ولایتونو کې مو د موزیمونو د جوړولو لپاره له یو شمېر هېوادونو او مرستندویه ټولنو سره خبرې پیل کړي چې، هیله مند یو ښه نتیجه ورکړي .)

ښاغلی مسعودي دوی د اوس لپاره په هغو ولایتونو کې د موزیمونو د جوړولو پلان نیولی چې لرغوني اثار یې جدي ساتلو ته اړتیا لري .
د افغانستان د ملي موزیم مشر عمراخان مسعودي امریکا غږ اشنا ته وویل چې دغه موزیمونه په بامیانو، بلخ، لوګر، خوست او کاپیسا ولایتونو کې جوړیږي.
د افغانستان د ملي موزیم مشر عمراخان مسعودي امریکا غږ اشنا ته وویل چې دغه موزیمونه په بامیانو، بلخ، لوګر، خوست او کاپیسا ولایتونو کې جوړیږي.
( موږ په لوګر کې د مس عینک د لرغونو اثارو د ساتلو لپاره هلته موزیم جوړو چې ډېر ضرور دی، په بلخ، کاپیسا او خوست کې د تاریخي اثارو د ساتلو او ناقانونه کېندنو د مخنیوي لپاره موزیمونه جوړو، یو بل هدف دا دی چې باید له دغې لارې ځوان نسل له خپل تېر تاریخ او د هغه له ارزښت نه خبرو کړو.)


نوموړي وویل همدا چې، بودیجه ترلاسه کړي، په یادو ولایتونو کې به د موزیمونو د جوړولو کار پیل کړي، چې ممکن په ځينو برخو کې د بهرنیو انجینرانو او کارکوونکو مرستو ته هم اړتیا پېدا شي .

په همدې حال کې ښاغلي مسعودي وویل ورځ تر بلې د کابل او نورو ولایتونو موزیمونو ته د خلکو او ځوانانو ورتک زیاتیږي، چې دا یو ښه زیری دی .

ده وویل په یو شمېر بهرنیو هېوادونو کې د افغان لرغون توکیو د نندارې له لارې یې په کم وخت کې لږ تر لږه شل میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي .

د افغانستان د ملي موزیم مشر عمراخان مسعودي دا خبره هم وکړه چې په تېرو څو کلونو کې یې زرګونه قاچاق شوي اثار هم بېرته ترلاسه کړي دي .

( له ۲۰۰۷ کال نه راپدېخوا مو څه باندې نهه زره لرغوني اثار، چې په تېرو کورنیو جګړو کې بهر ته قاچاق شوي و، بېرته ترلاسه کړي دي، دغه اثار تر ډېره له امریکا، برتانیا، فرانسې، جرمني، ډنمارګ او ناروي نه افغانستان ته انتقال شوي دي.)

ښاغلي مسعودي وویل دغه لرغون توکي د ملګرو ملتونو د تعلیمي، ساینسي او فرهنګي مېراثونو سازمان( یونیسکو) په مرسته افغانستان ته انتقال شوي دي چې دغه لړۍ لا هم روانه ده. .

په تېرو شاوخوا دېرش کنلې جګړې کې د نورو زیانونو ترڅنګ، افغانستان ته یو بل اوښتی زیان دا بلل کیږي چې ډېر لرغوني اثار یې چور شول او په لرغونو سیمو کې زورواکانو ناقانونه کېندنې وکړي، چې ښايي لا هم په ځینو سیمو کې دغه ناقانونه کېندنې روانې دي .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG