د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د افغانستان په ختیځ کې درې افغان عسکر وژلي


چارواکي وايي چې طالبانو د افغانستان په ختیځ کې درې تنه افغان سرتیري تښتولي او وژلي دي. د پولیسو مسول محمد زمان خبریالانو ته وویل چې یاغیانو د پکتیا ولایت د احمد خیل په سیمه کې د دغو سرتیرو موټر درلولې او هغوي یې د موټر څخه په زوره راکښته کړي دي. ددغو سرتیرو مړي پرون د پنجشنبې په ورځ د سړک پر غاړي پیدا شول.


د پولیسو آمر وویل چې یادشوي سرتیري د خپلو کورنیوو د لیدلو لپاره خپلو کورونو ته تلل.

د یوه بل خبر له مخې چارواکي وايي چې د افغانستان په جنوب کې د کندهار په ولایت کې د سړک غاړې د بم د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۶ کسه وژل شوي دي. دغه پېښه د سپین بولدک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.


ملګري ملتونه وايي چې د سږ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې ۱۱۴۵ ملکي افغانان په تشدد کې وژل شوي دي چې ۸۰ په سلو کې یې ملامتي پر یاغیانو ورلوېږي. ملګري ملتونو وايي چې د سړک غاړې بمونه چې د یاغیانو له خواه اېښودل کېږي اوس هم د ملکیانو د مړینې یو ستر لامل دی.
XS
SM
MD
LG