د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د شطرنج ملي سیالۍ پیل شوي


کابل کې د شطرنج ملي سیالۍ پیل شوي

کابل کې د شطرنج ملي سیالۍ پیل شوي

لومړي ځل لپاره په کابل کې د دوه دیرشو ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ د شطرنج لوبې ترسره شوې.

د شطرنج د فدراسیون مشر محمود حنیف وايي چې په دغو سیالیو کې یوسلو پنځو تنو لوبغاړو ګډون کړی وو چې اته پکې نجونې وې.

دغه سیالۍ چې تر لسو ورځو پورې یې دوام درلود په نهو پړاونو کې ترسره شوې چې په پایله کې محمود حنیف د نهو امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام او ذبیح الله احمدي د اوو امتیازونو په ترلاسه کولو سره دویم مقام خپل کړ.

د شطرنج د فدراسیون چارواکي وايي چې ددغو سیالیو موخه د یادې لوبه وده ده چې له مخې یې دوی وکولای شول چې د ولایتونو د لوبغاړو فکري کچه هم مالومه کړي.

همدا راز نجونې وايي چې دوی د لوبو د ځایونو نه شتون سره مخامخې دي او غواړي چې باید په دې برخه ورته آسانتیاوې برابرې کړای شي.

سومینا چې د شطرنج په دغو سیالیو کې یې ګډون کړی وايي چې دوی نه شي کولای په سمه توګه د شطرنج لوبې تمرینونه ترسره کړي ځکه نجونو لپاره کوم ځانګړی ځای شتون نه لري.

دا لومړی ځل وو چې د شطرنج په سیالیو کې نجونو هم برخه درلوده،چارواکي وايي چې ډیر ژر به په کابل کې د نجونو د شطرنج لوبې هم پیل شي.

XS
SM
MD
LG