د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کرکټ ملي لوبډله نن متحده عربي اماراتو ته ځي


په دغو سیالیو کې به نوروز منګل د افغانستان لپاره خپلې وروستۍ لوبې وکړي.
په دغو سیالیو کې به نوروز منګل د افغانستان لپاره خپلې وروستۍ لوبې وکړي.

ټاکل شوې چې نن د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د صحرا شل اوریز کرکټ جام سیالیو کې د ګډون لپاره متحده عربي اماراتو لاړه شي.

د صحرا شل اوریز جام سیالۍ، چې پکې د دویمې درجې اته هیوادونه ګډون کوي، د جنورۍ د میاشتې په ۱۴مه نیټه پیلیږي .

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک امریکا غږ ته وویل، په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره د بورډ پخوانۍ غوراوي کمیټې وار له مخه لوبډله ټاکلې ده.

د ښاغلي هوتک پر وینا، په دغو سیالیو کې محمد اصغر ستانکزی د لوبډل‌مشر(کپتان) او نورو منګل، محمدشهزاد، محمد نبي، سمیع الله شینواری، دولت ځدران، ګلبدین نایب، نجیب الله ځدران، راشد خان ارمان، امیر حمزه، نجیب الله تره کی، کریم جنت، فرید احمد ملک او نوین الحق مراد د لوبغاړو په توګه ګډون کوي.

فرید هوتک وویل "نوروز منګل له نړیوال کرکټ څخه استعفی اعلان کړې، خو د افغانستان کرکټ بورډ د هغه خدمتونو ته په درنښت د صحرا جام شل اووریزو سیالیو کې ورته د لوبیدو چانس ورکړ، څو په رسمي توګه خپله وروستۍ لوبه ترسره کړي."

خو ښاغلي هوتک زیاته کړه، نوروز منګل او نوین الحق د متحده عربي اماراتو د ویزې ستونزه لري او د کرکټ بورډ اداره هڅه کوي، چې د هغوی د ویزو ستونزه هواره کړي.

د ښاغلي هوتک پر وینا که چیرې دا ستونزه هواره نه شوه، نو د دوی پر ځای به عثمان غني او افتاب عالم په دغو سیالیو کې له ملي لوبډلې سره یوځای شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د لوړو مهارتونو اوسنی مسوول شیر اغا همکار د لوبډلې د مدیر په صفت یو ځل بیا ګومارل شوی او په دې سفر کې به د ملي لوبډلې د مدیریت چارې سمبالې کړي.

په دغو سیالیو کې اته لوبډلې شاملې دي، چې په دوو ګروپونو ویشل شوي دي.

په 'الف' ګروپ کې افغانستان، ایرلینډ، نمیبیا او متحده عربي امارات لوبډلې او په 'ب' ګروپ کې نیدرلینډ، سکاټلینډ، عمان او د هانګ کانګ لوبډلې شاملې دي.

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د جنورۍ په ۱۴مه له ایرلینډ سره، په ۱۶مه له اماراتو سره او د جنورۍ په ۱۹مه به د خپل ګروپ وروستۍ لوبه له نمیپیا سره ترسره کوي.

د صحرا شل اوریز جام پای‌لوبه به د جنوري په ۲۰مه نیټه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG