د لاس رسي وړ اتصالات

صدیق انصاري: د جعلي تذکرو د ویش، شکایتونه ورته رسیدلي دي


د شنبې په ورځ د پارلمان او ولایتي شوراگانو کاندیدان خپل نومونه ثبتوی. د پارلمان کاندید باید زر، رای ولري، او د ولایتی شوراگانو کاندید باید دوه سوه رای ولری او د رای ورکوونکو تذکزې وښیی چې د کاندیدو مستحق شی.

خو د رپوټونه له قراره یو شمیر کاندیدان رای په پیسو اخلي، او رای ورکوونکَ هم خپلې رای خرڅوي.

د افغانستان د مدني ټولنو د فیدراسیون ریس صدیق منصورانصارَي

د نورستان یو شمیرقوي کاندیدانو انصراف کړیدی ځکه چې د والي او ځنو نورو په مرستې د نورستان د واما ولسوالۍ ته شل زره جعلي تذکرې رسیدلي دي، په خلکو ویشل کیږي او سټکر پرې لگول کیږي.

صدیق منصورانصارَي وایی، کس چې په افغانستان او حتی په سیمه کې په خپل مسلک کې یواځنې کس دی، په پنځه تذکرو سټیکر لگولی، زوی یې هم په اته تذکرو سټکر لگولی دی، غواړي دا امتحان وکړي چې په انتخاباتو کې چلېږي که نه؟

صدیق منصور انصاري د کمسیون دا اعلان غلط بولي چې وایي تراوسه د دوه ملیونو نه زیاتو افغانانو خپل نومونه لیکلي دي. تراوسه پورې دومره خلک د نوم لیکلو مرکزونو ته نه دي تللي، بلکه حکومت دا تعداد لوړ ښیي.

که د انتخاباتي کمسیونو په اداري سیستم کې، د استخدام په پروسه کې د پالیسو او قانون د تطبیق په پروسه کې بدلون را نشي، راتلونکی پارلمان به له دې موجود پارلمان نه هم بتر وي، او د پراخو جنایاتو سبب به وگرځي.

د صدیق منصور انصاري بشپړه مرکه دلته اوریدلی شې.

please wait

No media source currently available

0:00 0:22:55 0:00

XS
SM
MD
LG