د لاس رسي وړ اتصالات

ایتلافي قواوې وايي د حزب اسلامي مشران یې نیولي


ایتلافي قواوې وايي د حزب اسلامي مشران یې نیولي

ایتلافي قواوې وايي د حزب اسلامي مشران یې نیولي

په افغانستان کی د ناټو ځواکونه وايي چې د افغان ځواکونو سره یې یو ځای د پوځی عملیاتو په دوران کې د وسله والو مخالفانو د یوې ډلې ٣ مشران نيولی دي.

ناټو نن په دې اړه په ېوه مطبوعاتی بېاېنه کی ووېل چی، د افغانستان د حزب اسلامې دوه مشران یې پرون د پروان په ولاېت کې ونیول او یو بل مشر یې د خوست په ولایت کې ونیوه.

ناټو وویل چې د نیول شوو ٣ کسانو نه یې یو تن د حزب اسلامي د مطبوعاتو مسوول دی او گومان کېږی چی هغه د هغې وسلې ډلې سره هم ارتباطات درلودل چې پروسږ کال په نومبر او سږ کال په جنورۍ کې یې په کابل کې دوه ځان وژونکي حملې کړي وې.

له بلې خوا ناټو وايي چې د ناټو او افغان ځواکونو ېوې شرېکی گزمې پرون په هلمند کی په یوې کلا باندې برید وکړ چې د طالبانو د بمونو د جوړولو ېو ماهر پکې ؤ. په دغه برېد کې دناټو عسکرو څو کسان ووژل او یو سړی یې ژوندی ونیوه. ناټو وايي چې د کلا نه یې څو میله ټوپک، گرنیټونه او یو مقدار مهمات راوېستل.

XS
SM
MD
LG