د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو وايي درې عسکر یې ووژل شول


ناټو وايي درې عسکر یې ووژل شول
ناټو وايي درې عسکر یې ووژل شول

ناټو پرون اعلان وکړ چې دری تنه عسکر یې پرون په افغانستان کی وژل شوی دي.

د ناټو دتړون ېوه مطبوعاتی اعلامېه وايي چې دوه تنه عسکر ېې دافغانستان په جنوب کې د ېوه امنېتی محافظ له خوا دټوپک په ډوز کی ووژل شول او یو بل عسکر ېې په ختیځ کې د بم په چاودنه کې مړ شو.

د ناټو ېوه بله اعلامیه وايي چې افغان او اېتلافی عسکرو په ارزگان کی دوه تنه وسله وال جنگیالی ووژل او څو کسان ېې په هلمند کی ژوندي نیولی دي.

ناټو ووېل چې په قندهار دناټو او افغان عسکرو ېوې مشترکې گزمې ٩٠ کېلوگرامه چرس ، ١٨ د پرسونل ضد ماېونه ، دبمونو دتېارو موادو او ېو مقدار وسلې کشف کړی دي.

د ناټو اعلامېه وايي چې په لوگر کې یې هم د تلاشیو په وخت یوه اندازه وسلې ونیولې چې ٩ میله راکټ لانچرونه، ٩ میله د گرینټونو د ویشتلو راکټ انداز په کې شامل دي او د افعانستان د پولیسو درې جوړې دریشۍ یې هم ونیولي.

XS
SM
MD
LG