د لاس رسي وړ اتصالات

مشعل: د دفاع پر وزارت د حملې پلان لرونکي ونیول شول


مشعل: د دفاع پر وزارت د حملې پلان لرونکي ونیول شول

مشعل: د دفاع پر وزارت د حملې پلان لرونکي ونیول شول

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي هغه څلور کسیزه ترهګره ډله یې نېولې چې غوښته یې د زمري په اته ویشتمه د خپلواکۍ په ورځ د دفاع په وزارت کې د نمانځنې په مراسمو بریدونه وکړي او لوړ پوړي چارواکي په نښه کړي.

ددې ریاست ویاند لطف الله مشعل خبریالانو ته وویل دا ترهګره ډله چې مشري یې عبیدالله کوله دوه ځانمرګي لرل او د پولیسو د دوهمې حوزې له لارې، چې جمهوري ریاست سره نېږدې ده غوښته حملې وکړي ولې ملي امنیت بالفعل نیولي دي.

مشعل زیاته کړه دې ډلې په سټي سنټر او په څلور سوه بستریز روغتون هم بریدونه کړي وو او پلټنې کوي چې د خپلواکۍ په ورځ د برېطانیا په قونسلګرۍ برید هم دوی کړی او که نه.

د ملي امنیت ریاست ویاند وايي له تېرې یوې میاشتې راهېسې وسلوال مخالفین یوازې له ځانمرګو کار اخلي او په تېره یوه اوونۍ کې یې تر لسو زیات ځانمرګي نېولي او د لسګونو پېښو مخه ډب کړې ده.

مشعل دې پوښتنې ته چې ایا د ملي امنیت ریاست د ځانګړې محکمې غوښتونکی دی؟ وویل:

"بلې، هو مونږ رسما هم غوښتنه کړې ده او څو ځلې مې په کنفرانسونو کې هم ویلي دي، خلک ستونزه لري افغانان وايي چې دا ترهګر نېول کیږي، څه کیږي، همدا چې ځانګړې محکمه وي ښه خبره ده.‪"

د ملي امنیت ویاند د یوولس او دولس کلنو ماشومانو چې ځانمرګو بریدونو ته چمتو شوي وو د نېولو خبر هم ورکړ، وې ویل د ګل خان په نوم یوولس کلن ماشوم چې د زابل دی او په کويټه کې یې د مولوي شیرجان په مدرسه کې درس وایه، په سپين بولدک کې تر ځانمرګي برید وړاندې له واسکټ سره نېولی دی او بل دوولس کلن ماشوم د خوست د اسماعیل خېلو دی چې په پاکستان کې د قومندان کوچي په روزنیز کمپ کې یې د انتحاري بریدونو روزنه ترلاسه کړې وه.

XS
SM
MD
LG