د لاس رسي وړ اتصالات

مشعل: د ځانمرګو ډلې نیول شوي


مشعل: د ځانمرګو ډلې نیول شوي

مشعل: د ځانمرګو ډلې نیول شوي

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې د نوي کال د نوې ورځې په جشنونو د یوې اووه کسیزې ترهګرې ډلې د بریدونو مخه یې نېولې او دا اووه کسه ترهګر چې تر څلورو پکې ځانمرګي وو دا مهال ورسره دي او په تحقیقاتو کې یې اعترافونه کړي دي.

د ملي امنیت ویاند لطف الله مشعل په کابل کې خبریالانو ته وویل چې پدې اووه کسیزه ترهګره ډله کې څلور ترهګر له یوې کورنۍ سره تړاوو لري او وروڼه دي او د لوګر ولایت د محمد اغې د ولسوالۍ دي.

ښاغلي مشعل زیاته کړه چې دې اووه کسیزې ډلې غوښته د نوروز په جشنونو او مېلو ځانمرګي بریدونه وکړي او د جلال الدین حقاني له شبکې سره یې تړاوو درلود.

پدغه اووه کسیزه ډله کې د شپاړسو، اتلسو او نوولس کلونو تنکي زلمیان هم شته دي، د ملي امنیت ویاند دا ډول د یوه لیکوال او شاعر د نېولو خبر هم ورکړ چې په ترهګریزه بریدونو کې یې لاس درلود او په ننګرهار کې یې اته بریدونه ترسره کړي دی، دغه ترهګر عرفان الله څپاند نومیږي او د ننګرهار د پچير او اګام اوسېدونکی دی.

مشعل وویل چې څپاند اعتراف کړی دی چې له طالبانو سره ېې تړاوو درلود او د تورې بوړې مجلې ته یې هم کار کاوه، څپاند شل کاله عمر لری او په شمشتو کې اوسېده.

د امنیت ریاست دا ډول په میدان وردکو کې د یوه تراکټور د نېولو خبر هم ورکړ چې اووه نیم سوه کیلو ګرامه چاودیدونکي مواد پکې ځای په ځای شوي وو.

ښاغلی مشعل وايي د امنیت مسؤلین په مجموع کې د نوي په سلو کې پېښو مخه نېسي.

لطف الله مشعل: ‪"‬دا نورې شبکې خو په خارج کې کار کوي، زمونږ د ګاونډ شبکې تر ډېره په مونږ کار کوي نسبتا په خپل ځان، مونږ یوازې په خپل ځان کار کوو او همدې لار کې زیات مؤفقه یو، یو نوي فیصده پېښې دفعه کیږي نهه فیصده چې کیږي پدې کې د اووه فیصده یې عاملین نېول کیږي اداره کوونکي یې نېول کیږي، یو فیصده له مونږ ورکیږي چې دا څوک وو.‪"‬

مشعل دا ډول د کندهار په سپین بولدک کې د دوو ترهګرو د نېولو خبر هم ورکړ، د ملي امنیت ویاند د پاکستان په قبایلي سیمو کې د ډرون د بمباریو له وېرې د پاکستاني طالبانو مخه افغانستان اړخ ته د اوښتو خبره هم وکړه وې ویل چې اوس هغوی دې اړخ ته په ترهګریزو بریدونو کې زیاتوالی راوستی دی.

XS
SM
MD
LG