د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان نوي سفارتونه پرانیزي


افغانستان نوي سفارتونه پرانیزي
افغانستان نوي سفارتونه پرانیزي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ډېر ژر به په برازیل کې خپل سفارت پرانیزي او دغه هیواد هم په پام کې لري چې په افغانستان کې خپله سیاسي نماینده ګي ولري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي په کابل کې خبریالانو ته وویل افغانستان تر دې وړاندې په برازیل او ان لاتینه امریکا کې ډيپلوماتیک استازیتوب نه درلود او د سفارت په پرانیستې به له دغه هیواد سره ډیپلوماټیکو اړیکو ته لا زیاته پراختیا ورکړي.

جانان موسی زي دا ډول د څلورو نورو سیاسي نماینده ګیو د پرانستو خبر هم ورکړ وې ویل چې افغانستان په عراق کې دوه اوونۍ مخکې خپل سفارت پرانیسته او هنګري کې هم سیاسي نماینده ګې خلاصه شوې، هغه د کاناډا په وانکو ور او د جرمني په مونشن ښارونو کې د قونسلګریو د پرانستنې خبر هم ورکړ وې ویل چې پدغو ښارونو کې افغانان زیات اوسي او د هغوی د ستونزو اوارولو لپاره یې دا اقدام کړی دی.

جانان موسی زی:

‪"دغه پنځه نوې سیاسي نماینده ګۍ د افغانستان په بهرنیو هیوادونو کې د سیمې او نړۍ سره زمونږ نېږدې کېدونکې اړېکې ښيي او د افغانستان د اسلامي جمهوریت تعهد او هوډ دې ته ښيي چې مونږ له نړۍ سره له سیمې سره نه یوازې د حسنه او ښو اړیکو غوښتونکي یو بلکې د نېږدو او ژورو اړیکو غوښتونکي یو.‪"

بل لورته موسی زي د بن د کنفرانس د تیاریو په اړه وویل چې افغان حکومت په تیاریو بوخت دی او څلور اجنډاوې، سیمیزه همکاري، د روغې جوړې پروسه، د امنیت انتقال او له دوه زره او څوارلسم وروسته د اوږد مهال اړیکو په موضوعاتو به پدې کنفرانس کې خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG