د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په شمال کې اداري اصلاحات


د افغانستان په شمال کې اداري اصلاحات

د افغانستان په شمال کې اداري اصلاحات

چارواکي وايي، تر اوسه یې د شمال ختیځ زون په ۲۶ ادارو کې بدلونونه رامنځته کړي دي.

دغه کار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون له خوا ترسره کیږي.

د کمیسیون سلاکار فریدون شیرزي اشنا راډیو ته وویل چې دغه دفتر له مختلفو لارو د ادارو د پرمختګ لپاره کار کوي، هغه وویل چې د اداري اصلاحاتو د کمیسون لخوا د ادارو قوانین، د ادارو ودانۍ، تشکیلات او نورو برخو کې دپام وړ پرمختګ شویدی.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسون مشاور شیرزي وویل:

(( د ولایتونو په سطحه د اصلاحاتو پروګرامونه په مختلفو اړخونو کې تر تطبیق لاندې دي، او دا وروستنۍ مرحله ده چې د ادارو ودانۍ جوړې شوي، د مقررې نوی سیستم رامینځ ته شوی، مامورین د ازاد رقابت له لارې مقرر شوي او روزل شوي دي.))

شیرزې وویل چې له دمرکز څخه ددوي د پلاوې دراتګ هدف په ولایتونو کې داصلاحاتو له پروګرامو څخه ارزونه ده چی له پخوا څخه دنورو ولایتونو په څیر په شمال ختیز زون کې دوام لري.

شیرزی زیاته کړه چې ادارې اصلاحاتو مسوولیت او دنده دټولو وزارتو پر پروژو نظارت دی خو دپروژو اصلی مالکان خپل وزارتونه دي چې د افغانستان د ادارو د بهبود او ترقې لپاره کار کوی.

فریدون شیرزی وایی چې په کندوز کې ۲۶ دولتې ادارې یې د رتب معاش، ابتداېې اصلاحاتو او بیارغونې تر پوښښ لاندی راوستي دي چې ۳۴۸ تنه مامورین اونوې فارغ شوی محصلین دکندوز دادارې اصلاحاتو د روزنیز مرکزنه د انګلیسې ژبې ، کمپوټر او منجمینټ په برخوکې روزل شوي او دفراغت سندونه يي ترلاسه کړی دی، فریدون شیرزي وویل:

(( په کندوز کې ۲۶ ادارې د اداري اصلاحاتو له مختلفو پروګرامونو چې رتب معاش او لومړني اصلاحاتو څخه ګټه اخلي چې دغه پروسه اوس هم جریان لري، او د مامورینو شمیر یې ۹۸۵ تنو ته رسیږي.))

نوموړی د رتب معاش بهیرته هم اشاره وکړه او ویې ویل دمامورینو نه دازموینی له اخیستو وروسته دمالي امتیازاتو د لوړیدو یو پروګرام دی چې دامهال په ټول هیواد کې جریان لري.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون له لارې دولت هڅه کوي چې په دولتي ادارو کې ظرفیتونه لوړ کړي او کار اهل کار ته وسپاري.

فریدون شیرزي وویل چې دوي له دې وروسته غواړي د ولسوالیو مامورین هم وروزي:

(( اوس مونږ غواړو چې د مامورینو د روزلو دغه پروګرامونه ولسوالیو ته هم وغځوو، چې په کندوز کې اوس مهال د ملکي خدمتونو نوي تنو مامورینو ته روزنه ورکړل شوی ده.))

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دخپلواک کمیسون مشاور فریدون شیرزي وویل چې په شمال ختیځو ولایتونو کې د اداري اصلاحاتو د ټولو پروګرامونو لګښت د المان له خوا ورکول کیږي، او هڅه کیږي چې ددغو ولایتونو مامورین په مسلکي توګه وروزل شي.

XS
SM
MD
LG