د لاس رسي وړ اتصالات

د کندوزد ښارڅنډو ته وسله وال طالبان ننوتي دي


په تیرو اوږدو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې مخالف وسله وال د کندوز په ښار له څلورو خواو بریدونه کوي
په تیرو اوږدو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې مخالف وسله وال د کندوز په ښار له څلورو خواو بریدونه کوي

د کندوز پر ښار وسله والو طالبانو له څلورو خواو بریدونه کړي، تر شپږو ساعتونو تیت و پرک جګړې وروسته د ښار هغو ځایونو ته طالبان ننوتي چې امنیتي پوستې په کې نشته خو امنیتي چارواکي وایي له ځینو ځایونو طالبان بیرته په شاه شوي دي.

د کندوز د ښار د سه درک اوسیدونکي وایې چې ددوي په سیمه کې وسله والو طالبانو د کابل کندوز پر لویه لار تالاشي پیل کړې، دوي وایې چې طالبانو برګې جامې اغوستي او پر مخونو یې یو ډول خاص خولۍ راکش کړي چې یوازې سترګې یې ښکاري.

د سه درک اوسیدونکي وایې چې ډله ډله طالبان ځای ځای د دیوالونو غاړو ته جګړې ته اماده ناست دي.

ددغې سیمې یو تن اوسیدونکی چې له نوم ښودلو یې ډډه کوله ویل یې چې عام خلک له کوره د باندې نه ووځي، خو د سهار لمانځه لپاره چې له کوره د باندې وتی و ددوي په سیمه کې د کابل کندوز پر عمومي لار طالبانو تالاشي کوله.

هغه وایې چې طالبانو ددوي د کورونو تر څنګ چې د ښار له مرکزي چوک سره یو کیلومتر فاصله لري سپین بیرغونه درولي دي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني وایې چې اوس هم د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د ښار په مختلفو ساحو کې جګړه روانه ده چې له ځینو ځایونو طالبان په شاه شوي دي.

هغه وایې چې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره هوایي قوه هم رارسیدونکې ده.

حسیني ددغې اوه ساعته اوږدې جګړې د تلفاتو په اړه دقیق معلومات ورنه کړل او زیاته یې کړه ددوي د ځواکونو مورال لوړ دی.

د بې سرحده ډاکترانو په روغتون کې یو تن کار کوونکي وویل چې دغه روغتون ته د دواړو خواو په لسګونو ټپيان راوړل شوي دي.

خو یوه بله رسمي منیع وایې چې د کندوز په حوزوي روغتون کې د طالبانو وسله وال د افغان ځواکونو په ټپيانو پسې ورغلي او لاهم روغتون د طالبانو په تصرف کې دی.

د کندوز د غرب لور ته د زاخیلو په کلي کې، شمال لور ته په چرمګرۍ سیمه کې، ختیځ لور ته د خان اباد ګولایی کې، او جنوب لور ته سه درک ساحو ته وسله وال طالبان رارسیدلي دي.

اوس مهال یوازې د کندوز بازار کې افغان ځواکونه ځای پرځای دي چې پر نورو دولتي ادارو د طالبان د برید مخه ونیسي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG