د لاس رسي وړ اتصالات

بلخ کې د تیلو لویې زیرمې موندل شوي


بلخ کې د تیلو لویې زیرمې موندل شوي

بلخ کې د تیلو لویې زیرمې موندل شوي

د افغانستان د کانونو وزارت وايي چې د یو اعشاریه اتو ملیاردو بیرلو په اندازه د تیلو زیرمې د ملک په شمال کې کشف شوي دي.

د کانونو د وزارت ویاند جواد عمر وايي دتیلو دغه زیرمې د بلخ او شبرغان ترمنځ موندل شویدي. دغه سروې افغان او بین المللي جیولوجستانو په گډه کړې ده.

ویاند وايي، چې دغه سروې به وڅیړله شي او بیا به د پراختیا لپاره په راتلونکو میاشتو کې پریکړه کیږي.

د امریکا جیولوژستان په دې عقیده دي چې افغانستان د یوه تریلیون ډالرو په ارزښت منرالي زیرمې لري، خو د متخصصینو په خبره د ملک امنیتي حالات به ددغو منابعو نه د گټې اخیستنې کار ډیر وځنډوي.

XS
SM
MD
LG