د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د افغانستان په مشرئ د سولې د خبرو ملاتړ کوو


Visitors take pictures at the flower show in Hong Kong. Organizers expect around 500,000 visitors for the annual event that includes pristine show gardens from competing local districts, lavish international flower displays, and more than a dash of kitsch.
Visitors take pictures at the flower show in Hong Kong. Organizers expect around 500,000 visitors for the annual event that includes pristine show gardens from competing local districts, lavish international flower displays, and more than a dash of kitsch.

د افغانستان او پاکستان د استازو تر منځ په لوړه کچه هغه خبرې پای ته ورسیدې چې هدف د طالبانو سره د روغې جوړې او د ټولنې سره د هغوي د بیرته یو ځای کیدو د پروسې چټګوالی ؤ. امریکا چې پلان لري په را روان اوړي کې د افغانستان نه د خپلو عسکرو د ایستلو لړۍ پیل کاندي، د افغانستان او پاکستان د ګډ کار کولو ستاینه یې کړیده او وایي چې دا کار په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره مهم ګام دی.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی هڅه کوي چې د هغو طالبانو سره سوله وکړي چې د تاوتریخوالي نه لاس واخلي او د تروریستي ډلو سره اړیکې وشلوي. ښاغلي کرزي د همدې هدف په خاطر څه موده وړاندې د سولې یوه عالي جرګه ګۍ جوړه کړه چې اویا تنه غړي لري. پدې جرګه ګې تقریباً د افغانستان د ټولو قومونو او پرګنو استازي شته دي.

د سولې د عالي جرګه ګۍ یو پنځه ویشت کسیز هیئت چې مشري یې د همدې جرګه ګۍ مشر ښاغلي برهان الدین رباني په غاړه درلوده د روانې میاشتې په سر کې پاکستان ته سفر وکړ چې د طالبانو سره د سولې په هلو ځلو کې د پاکستان د همکارۍ غوښتنه وکړي. دغه هیت د پاکستان د ملکي او پوځي جګپوړه چارواکو سره د څلورو ورځو لپاره غونډې وکړلې او په هر اړخیزو موضوعاتو یې ورسره خبرې وکړلې. دواړو خواوو پدې موافقه وکړه چې د طالبانو سره د روغې جوړې خبرې به د ولسونو په کچه کوي او یوه عنعنوي جرګه به جوړوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي چې که چیرته د طالبانو سره د روغې جوړې خبرې پخپله د افغانانو په لاس کې وي او مشري یې هم د هغوی سره وي، نو د هغه هیواد به هم د دغو خبرو ملاتړ وکړي.

" پکار ده چې افغانانان دا په ډاګه کړي چې هغوي د پاکستان نه څه غواړي او مونږ به یې هم ورته برابر کړو. افغان هئیت د یوه ګډ کمیسون د جوړولو خبره وکړله چې دنده به د سولې د پروسې ارزیابي وي او پاکستان هم ویلي دي چې د هغوي دا غوښتنه به ومني. پاکستان په افغانستان د کې د سولې په مسلې کې جدي دی، او پاکستان پدې باور دی چې په افغانستان کې سوله یوازې په نظامي لارو چارو باندې نشي راتلی، بلکه دا کار سیاسي لارو چارو، حکومت دارۍ او د ظرفیتونو لوړولو ته اړتیا لري. او پاکستان دیت چمتو دی چې د افغانستان سره پدې برخو کې مرسته وکړي. "

د افغانستان او پاکستان چارواکي وایي چې د هغوي لومړنی هدف په دواړو خواوو کې د بارو پیدا کول دي او په ګډه طالبانو او نورو وسله والو مخالفینو ته د دې ډاډ ورکول دي چې د امریکا په مشرۍ نړیوالې قواوو افغانستان اشغال کړی ندی.

د افغانستان د هئیت یو تن غړی ښاغلي معصوم ستانکزی وایي چې اوس افغانستان او پاکستان د هغوي امنیتي ستونزو په خاطر یو بل نه ملامتوي چې دواړه هیوادونه ورسره لاس او ګریوان دي. ستانکزی وایي چې په تیرو دوه کالونو کې د دواړو هیوادونو تر منځ سیاسي او اقتصادي وضعه ښه شویده او دا ټول پرمختګونو د دې سبب شول چې د روغې جوړې لپاره هم د ګډو هڅو یو هیت جوړ شي.

افغان هیت وایي چې د طالبانو سره د روغې جوړې په منډو ترړلو کې د پاکستان نقش ځکه مهم دی چې هغه یاغي ډلې چې د سر حد په دواړو خواوو کې جګړه کوي سره تړلي دي.

" پاکستان د افغانستان سره اوږه ګډه پوله لري نو ځکه د هغوي نقش مهم دی. د طالبانو ډیری غړې زیاتره وخت په پاکستان کې پاتې شویدي. د پاکستان سیاسي او مذهبي مشران د طالبانو سره په اړیکه کې دي. زمونږ جهادي مشران هم د هغوي سره اړیکې درولودې. زه فکر نکوم چې د پاکستان لپار به دا ستونزمنه وي چې د یاغیانو سره تماس ونیسي خو ستونزه دا ده چې څنګه به وکړی شو د باور یوه فضا رامنځته کړو او طالبانو ته دا ډاډ ورکړو چې افغانستان اشغال شوی ندی. "

د افغانستان او امریکا چارواکي پدې عقیده دي چې د افغاني طالبانو ځيني مهم مشران په پاکستان کې پټ شویدي او هغوي د پاکستاني جنګیالیو او همدارنګه د دغه ملک د استخباراتي کړیو سره اړیکې لري. کارپوهان پدې باور دي چې د امریکا او د هغوي د انډیوالانو د فشار سره سره پاکستان به د افغانستان د طالبانو سره خپلې اړیکې ونه شلوي.

که څه هم چې امریکا، او د افغانستان د سولې هیت په اسلام آباد کې د خبرو پر مهال ټول پدې اړه خوشبینه ؤ چې پاکستان به پدې برخې کې مرسته کوي خو دا لا مالومه نده چې آیا پاکستان به د خپل هغه نفوذ نه په ګټې اخیستلو سره چې په افغاني طالبانو کې یې لري پدې وتوانیږي او که نه چې هغوي خبرو ته حاضر کړي. مګر پاکستاني چارواکو ښودلې ده چې پدې اړه لا پخوا د پردې تر شاه لارې چارې روانې دي.

XS
SM
MD
LG