د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: د پاکستان له لوري بیا توغندي ویشتل شوي


افغانستان: د پاکستان له لوري بیا توغندي ویشتل شوي
افغانستان: د پاکستان له لوري بیا توغندي ویشتل شوي

افغان چارواکي وايي پدې څو وروستیو ورځو کې په هیواد کې دننه د پاکستان له لورې د دری سوه څلویښتو زیات توغندی ویشتل شوي دي.

چارواکي وايي په کونړ ولایت کې د توغندیو د بریدونو له امله شپږ کورونه او دوه جوماتونه وران شوي او شاوخوا پنځوس کورنۍ بی ځایه شوي دي.

چارواکو دا ونه ویل چې ددی توغندیو ویشتونکي څوک دي خو پر پاکستان یې غږ وکړ چې د دا ډول نورو پیښو مخنیوی وکړي.

دا لومړی ځل ندی چې افغان چارواکي وايي، پر سرحدي سیمو یې د پاکستان له لورې توغندي ویشتل کیږي؛ نږدې دوه میاشتې مخکې، د کابل لوړ پوړو چارواکو وویل چې په دغه ډول بریدونو کې د ننګرهار او کنړ په ډیرو ولسوالیو کې په سلګونو افغانان مړه او ژوبل شوي او په زرګونو نور د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

پاکستان ددغو بریدونو په اړه بې خبري ښودلې ده.

XS
SM
MD
LG