د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په دیورند تر ټولو اوږد خندق کیندي


د پاکستان او افغانستان په پوله د خندق کیندل
د پاکستان او افغانستان په پوله د خندق کیندل

د افغانستان سره د لانجمن سرحد په اوږدو کې په وچه دشته کې پاکستان د یو ستر خندق په کیندلو بوخت دی چې د هغوی په اند بې نظمه قبائیلي سیمې د جلا غوښتونکو، قاچاقبرانو او یاغیانو څخه وژغوري.

خو د برلین د دیوال او یا د فلسطین د لویدیځې غاړې د دیوالونو په څیر د پاکستان دغه ۴٨٥ کیلومیتره اوږد پلان شوی خندق هغه پولې ته فزیکي موجودیت ورکوي چې د سیمې اوسیدونکي یې له اوږدې مودې راهیسې یو مصنوعي پوله گڼي چې کورنۍ سره جلا کړي او سوداگري یې خنډنۍ کړې ده.

همداشان دا کار د امریکا د متحده ایالاتونو د دوو متحدینو افغانستان او پاکستان ترمنځ خړ پړ حالات نور هم ستونزمن کوي چې د اوږدې مودې راهیسې یو بل د یاغیانو په وړاندې په بیغورۍ ملامتوي.

د پاکستان او افغانستان په پوله د خندق کیندل
د پاکستان او افغانستان په پوله د خندق کیندل

د اسوشیتیدپرس اژانس وایي، دا خندق د دیورند د ٢٦۴٠ کیلومیترو اوږدې پولې په یوه برخه کې کیندل کیږي چې په ١٨٩٣ کال کې برتانوي دیپلومات مورتیمر دیورند د افغانستان د پاچا عبدالرحمن خان سره پرې د دواړو هیوادو ترمنځ د رسمي پولې په توگه موافقه کړې وه. خو معاصرو افغان حکومتونو او قبائیلي ټولنو چې دغه پوله یې سره جلا کوي، هیڅکله هم دا سرحد نه دی منلی. قبائیلي ټولنې د عادت له مخې له یوې خوانه بلې خوا تگ راتگ کوي او په ځینو مواردو کې دواړو خواو ته ځمکې او جایدادونه لري.

دا خندق د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې کیندل کیږي چیرته چې بلوچ یاغیان د څو لسیزو راهیسې د اسلام آباد پر وړاندې په مبارزه بوخت دي او پراخه خودمختاري او د سیمې د تیلو، غازو، مسو او سرو زرو په زیرمو کې پراخه ونډه غواړي.

د سترگو د اغزي په څیر دا خندق یو داسې ساختمان دی چې درې میتره پلن او دوه عشاره څلور میتره ژور دی چې همدا اوس ١٨٠ کیلومیتره د وچو دښتو په زړه کې غزیدلی دی.

د پاکستان سرحدي ځواکونو په یوه وروستنۍ اعلامیه کې ویلي دي چې دغه خندق به "نه یواځې د قاچاقبرانو او د وسلو د قاچاق کوونکو د تگ راتگ په کنترولولو کې موثر رول ولوبوي بلکې د یاغیانو په اوښتو راوښتو او د غیر قانوني مهاجرو مخنیوي به هم وکړي."

د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله
د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله

خو کابل دغه خندق د استعمار د زمانې د لوی لوبې یوه نوې نمونه گڼي په کوم کې چې پاکستان هیله لري خپل گاونډی دومره بې نظمه کړي چې خپل سیمه نفوذ وغزوي.

افغانستان همدا اوس پاکستان ته د طالبانو د خشونت د منبع په سترگه گوري چې ورسره د ١٣ کلونو راهیسې د امریکا او ناتو په ملاتړ مبارزه کوي.

د کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق وایي " ددې سیمې وگړو هیڅکله د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله نه ده منلې."

جنرال عبدالرازق وایي " پاکستان د ترهگرو په مخنیوي کې هیڅ نه کوي. که هغوی وغواړي چې مخه یې ونیسي، باید د هغې تولید بند کړي."

ښاغلی عبدالرازق چې د طالبانو پر ضد په سختې مبارزې مشهور دی وایي " دغه خندق ددې لپاره دی چې د افغانستان سره پوله وټاکي او زمونږ خاوره لاندې کړي."

پاکستان ټینگار کوي چې د سخت دریځو ډلو پر وړاندې مبارزې ته وفا دار دی او د افغانستان پولې ته څیرمه د قبایلي سیمې په شمالي وزیرستان کې یې په تیر اوړي کې پراخ عملیات وکړل. خو کارپوهانو د اوږدې مودې راهیسې ویلي دي چې اسلام آباد پاکستاني طالبان چې ورسره په جگړه بوخت دی او د افغاني طالبانو ترمنځ فرق کوي او په دې توگه پاکستاني طالبان په پټه زغمي او هغوی ته پر کابل باندې د نفوذ د یوې وسیلې په ستر گه گوري.

په دې توگه دغه خندق ته افغانان د ترهگرۍ ضد مبارزې په سترگه نه بلکې د یو ډول تیري او توهین په سترگه گوري. د افغانستان د سرحدونو او قبائیلو د چارو پخوانی وزیر اکرم خپلواک وایي " دا به هیڅکله افغانانو ته د منلو وړ نه وي". او زیاتوي چې " دغه خندق او د قبائیلو ترمنځ سرحد په مطلقه توگه غیر قانوني دي. د پولې په اوږدو کې دغه ډول عمل د قبائیلو ترمنځ ستونزې زیږوي او هیڅکله به د دواړو هیوادونو ترمنځ ستونزې حل نه شي."

اشرف غني د افغانستان د ولسمشر په توگه تر لوړې وروسته سمدستی د واشنگټن او ناټو سره تړونونه لاس لیک کړل او په دې توگه یې د دسمبر په ٣١ د نړیوالو ځواکونو د جنگي ماموریت د پای رسیدو وروسته په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شتون وغزاوه. په عین وخت کې وسله والو مخالفینو په کابل کې د څو غټو بریدونو په کولو سره د حکومت پر ضد جگړې ته زور ورکړ.

د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې د خندق کیندلو پروژې د سیمې د اوسیدونکو قهر راپارولی دی. یو قومي مشر محمد غفار چې دزیات شمیر خلکو په څیر دغه خندق یې د پولې اخوا دیخوا تگ راتگ خنډنی کوي وايي " زما ځمکه زما د نیکونو راپاتې میراث دی، اوس یوه برخه یې بلې غاړې ته پرته ده، او غمخواري یې نه شي کولای."

جنرال عبدالرازق وایي کله چې د خندق کار پیل شو د سیمې یو شمیر اوسیدونکو دوی ته خپله غوسه څرگنده کړه او د پولې پر سر ډزې هم تبادله شوې، " خو کله چې مونږ ته کابل امر وکړ چې د پاکستاني ځواکونو سره نښته مه کوئ، نو مونږ شاته شو."

د اسوشیتیدپرس رپوټ

ژباړونکی: عارف عثمانزوی

XS
SM
MD
LG