د لاس رسي وړ اتصالات

زاخیلوال: د تورخم د پولې بندول ناسم گام دی


په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال وايي چې د تورخم د ستونزی د حل په موخه د پاکستانی پلاوی سره د کابل څخه د دفاع او داخله وزارتونو د گډ پلاوی مذاکرات همدا اوس بی نتیجی پای ته ورسیدل نو له کبله یی د تورخم بندر لا تر اوسه تړلی پاتی دی.

ښاغلي زاخیلوال د امریکا غږ آشنا راډیو سره مرکه کې ویلي چې د دوه ملکونو ترمنځ تگ راتگ د ولسونو قانوني حق دی او موږ د تورخم د لارې خلاصیدل په ابرومندانه او دایمي توگه غواړو.

هغه وویل چې ما د پاکستاني چارواکو سره خبرو کې ویلي چې د سرحدونو په سره راپیداونکي شخړو په نتیجه کې باید ولسونو ته ضرر ونه ورسوي او د افغانستان ضرورت نه باید د "خوږې گوتې نه د نیولو " کار وانخلي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:51 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG