د لاس رسي وړ اتصالات

افغان یې که پاکستانی؟


ټولنیز فعالان وایي فرضي لیکې او پولې قومونه نه شي بیلولای
ټولنیز فعالان وایي فرضي لیکې او پولې قومونه نه شي بیلولای

له یوې اونۍ راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې، په تېره بیا په فېسبوک باندې د کوزې پښتونخوا د خلکو تر منځ د خپل ملیت، شناخت او وفادارۍ په هکله تاوده بحثونه روان دي.

د دغو بحثونو د راپاریدلو یو لوی لامل د تورخم په صفري نقطې کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د دروازې جوړول او د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې ښودل شوي دي.

د ټولنیزو رسنیو ډېرو کاروونکو په خپلو پاڼو د خپل کلي او قبیلې نوم لیکلی او ورسره یې زیاته کړې ده چې ‏"‎دوی افغانان وو، دي او یي به‏"‎.

بیا یې په اخر کې دا هم ورسره لیکي ‏"‎که د چا د دوی دغه خبرې نه وي خوښې او پرې خوا بدي کیږي نو د ټولنیزو رسنیو ملگرتیا دې ورسره وشلوي." د فېسبوک په ژبه (ان فرېنډ) دې کړي.

د دغو کسانو له جملې څخه یو د کوټې اوسېدونکی ارین خان دی، هغه لیکي:

‏"‎زه ارین خان د کوټې، جنوبي پښتونخوا اوسېدونکی، په خټه افغان، او قبیله مي بړېڅ ده. زه افغان وم، افغان یم او تل به په افغانیت ویاړم. زما په فیسبوک کې که داسې څوک وي چې دا یې نه وي خوښ، نو ما دې د دوستانو له لسټ نه وباسي‏"

بل خوا د ټولنیزو رسنیو ځینې داسې کاروونکي هم شته چې وايي ژبه او تاریخ ورته مهم نه دی، د پاکستان په نوم تر هرڅه تېر دي. دوی دغه لاندې لیک په خپلو پاڼو اچولی دی.

طارق افغان د پښونخوا د دېر د سیمې اوسېدونکی دی، او د عوامي نیشنل گوند ملاتړی دی، په خپل فېسبوک باندې له دې لیک وروسته چې ‏"‎د دېر اوسېدونکی، په قبیله یوسفزی او ملت یې افغان دی"‎.

دی د ډېرو ملگرو لخوا ستایل شوی دی، خو په فېسبوک کې تر دې تبصرې لاندې یې د داسې خلکو کمی هم نه وو چې ورته وايي که "افغان یې نو افغانستان ته کډه شه."

Tariq
Tariq

له امریکا غږ سره په خبرو کې ارین خان وویل چې په فېسبوک باندې ځان د افغان څرگندولو دلیل یې دا و چې پاکستان د پښتنو په مینځ کې د ډیورنډ په نوم د فرضي لیکې په سر د دیوالونو د جوړولو له لارې د دوی شناخت ورکول غواړي.

ارین کوټه د لوی کندهار برخه بولي او وايي چې د کوټې او کندهار پښتانه په دروازو او تعمېرونو نه شي بېلېدلای. ارین خان زیاته کړه چې دده پلار او نیکه په کندهار او دی په خپله په کوټې کې زېږېدلي دي.

که چا ته دا د منلو وړ نه وي چې نیکه او لمسی یو قوم او یوه وینه دي، ده ته هم داسې ملگري نه دي په کار، نو ځکه یې ورسره د ملگرتیا د شلولو غوښتنه کړې.

XS
SM
MD
LG