د لاس رسي وړ اتصالات

ولسي جرګې د امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون تصویب کړو


له ډیرو ناندریو ، او پټو او ښکاره بحثونو وروسته ولسي جرګې نن له امریکی سره د دغه هیواد د ستراتیژیکو اړیکو د تړون پر سر هوکړه وکړه .

د ا سند د ولسي جرګې د اکثریت غړو په شتون کی په ښکاره رایو ورکونو سره تصویب شو.

د ولسي جرګې غړي پدې باور دي چې له امریکی سره د دغی تړون شتون تر ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان ګټی تضمینوی او امریکه به په دی تړون کی د خپلو کړو ژمنو پر اساس له افغانستان سره مرستی جاری ساتی.

د ا د پارلمان هغه غړو باورونه دی چی د دغی سند د تصویب لپآره یی هوکړه کړی ده

ګل پاچا مجیدی

" په ولسی جرګی کی مطلق اکثریت مثبته رایه ورکړه دا د افغانستان د ښي راتلونکی او د لته د امن او ثبات راوستو لپآره اړین دی لکه څڼګه چی په تیر کی له افغانستان سره د نړویالو اړیکو شلیدل دا هیواد د بربادی کندی ته وغورځاوه نو په دی خاطر چی بیا داسی ونهشی وکیلانو د خپل وطن د ګټو په خاطر دا پریکړه وکړه ولسی جرګه د خلکو استازی دی نو ځکه یی د خلکو په غوښتنه دا سند لاسلیک کړ. "

عبدالرحیم ایوبی د قندهار استازی

" د ولسی جرګی نه مننه کوم چی نن یی د افغانستان ۳۵ کلنو بربادیو ته د پای ټکی کیښود زه د هیواد د ملی مفاداتو لپآره او د یو سیال ازاد او خپلواک هیواد په څیر یی د ژوندون لپاره دا سند تصویبوم . دا به زموږ د بدو ګاونډیو په وړاندی زموږ د هیواد ساتنه وکړي "

د قندهار د خلکو بله استازی فریبا احمدی

"دا معلومداره ده چی موږ د خلکو استازی یو او هغه څّ کوو چی د خلکو رایه وه موږ مثبت نظر ورکړو ځکه هر هغه څّ چی زموږ د هیواد په ګټه وی زموږ نظر ورلره مثبت دی "

سره له دی چی نن ولسي جرګې دغه ستراتیژيک تړون تصویب کړو خو د استازو په منځ کی ۵ مخالف ږغونه هم اوریدل کیدل .مولوی شاهد د هغو مخالفو ږغږونو له ډلی نه یو دی

"زه مخالف ځکه وم چی په دغه مهم سند باندی بحث ته وخت ورنه کړ شو او موږ وایو چی په افغانستان کی زور واکی ده نو په ولسی جرګی کی هم نن زور واکی وشوه او د دغه سند د ابهاماتو راسپړلو ته وخت ورنه کړای شو"

خو شکریه بارکزی وایی

" موږ د بحث نه نه ویریدو خو د قانون شکنیو نه ویریدو تاسو ولیدل چی داسی یو مهم تړون د ۲۰ ورځو وروسته ولسی جرګی ته د تصویب لپاره وسپارل شو . "

په همدی حال کی په افغانستان کی د امریکی د سفارت یوی کارکونکی چی د نوم له ښودلو نه یی ډډه وکړه وایی د دغه سند د تصویب په لار کی د افغان پارلمان هوکړی ته هرکلی وایو او لکه څنګه چی ښآغلی اوباما ویلی دا سند د امریکی له خوا افغانانو ته یو روښانه پيغام دی چی امریکه به تاسو یواځی نه پریږدی

له امریکی سره د ستراتیژیک تړون پر اساس چی نن د جوزا په شپژمه د پآرلمان له خوا تصویب شو ، امریکی به له ۲۰۱۴ نه بیا تر ۲۰۲۴ پوری له افغانستان سره په پوځی او ملکی ډګرونو کی اوږد مهالی ستراتیژیکی مرستی جاری ساتی

XS
SM
MD
LG