د لاس رسي وړ اتصالات

په یو کال کې د ملي شورا ٣٨ کارکوونکي وژل شوي


د ولسي جرګې رئیس له افغان حکومت څخه د ژمي د رخصتیو پر وخت په کابل او ولایتونو کې د وکیلانو د ژوند د خوندیتوب لپاره د لازمو اقداماتو غوښته کړې
د ولسي جرګې رئیس له افغان حکومت څخه د ژمي د رخصتیو پر وخت په کابل او ولایتونو کې د وکیلانو د ژوند د خوندیتوب لپاره د لازمو اقداماتو غوښته کړې

د ولسي جرګې غړو نن د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې خپلې ۴۵ ورځنۍ ژمنۍ رخصتۍ پیل کړې، چې دغې جرګې دشپږم کال په دوهمه تقنیني دوره کې په تروریستي بریدونو کې د دغې جرګې د دارلانشا ترټولو زیات کارکوونکي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

په تیرو شپاړس کلونو کې د افغانستان په ملي شورا څو ځلې بریدونه شوي او د دغې شورا یو شمیرغړو ته په بیلابیلو تروریستي پیښو کې مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د ولسي جرګې د شپاړسمې کاري دورې شپږم تقنیني کال د غونډو دولسمه دوره دغې جرګې لپاره ترټولو خونړۍ دوره وه.

د ولسي جرګې منشي عبدالروف انعامي، د دغې جرګې د غړو له خوا د ژمنیو رخصیتو د پیل د اعلان لږ وروسته امریکا غږ ته وویل، چې د تقنیني غونډو په دولسمه دوره کې د ملي شورا د دوه غړو او د دارلانشا د ملکي او امنیتي کارکونکو په ګډون ۳۸ تنه وژل شوي او د ولسي جرګې د دریو غړو په ګډون ۵۲ تنه نورټپیان شوي دي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د دې اونۍ په سر کې له افغان حکومت څخه د ژمي د رخصتیو پر وخت په کابل او ولایتونو کې د وکیلانو د ژوند د خوندیتوب د لازمو اقداماتو غوښته کړې وه.

د افغانستان ولسي جرګې منشي نننۍ غونډې ته وویل چې د امنیتي ګواښنو سره سره دغې جرګې غړو پر وخت خپل ټول کارونه ترسره کړي دي.

د ولسي جرګې منشي د رخصتیو د پیل وړاندې غونډې ته وویل چې دغې جرګې د دولسمې تقنیني غونډو په لړ کې ټولې ۵۴ غونډې جوړې کړي، چې پنځه استیضاحیه، نهه استجوابیه، اته استماعیه، دوه د پټو دروازو شاته او دیرش عادي غونډې کړي دي.

د دغو غونډو په لړ کې ۳۴ پریکړه لیکونه، چې په کې د قانون د تصویب او تعدیل درې وړاندیزونه، څلور تقنیني فرمانونه،د ولسي جرګې د غړو درې وړاندیزونه، د نوي مالي کال د بودیجې تصویب او شل نړیوالې موافقو تائید په کې شامل دی.

همدارنګه ولسي جرګې غړو په دغه موده کې یو تقنیني سند لغوه کړی دي.

خو دغې جرګې ترټولو لویه پریکړه د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د ملي یووالي د حکومت اوو وزیرانو څخه د باور د رایې د بیرته اخیستل وو.

د ولسي جرګې د دغې پریکړې وروسته جمهوررئیس محمد اشرف غني د ولسي جرګې پریکړه د افغانستان سترې محکمې ته د تفسیر لپاره واستوله، او له دغو اوو وزیرانو یې وغوښتل چې د سترې محکمې تر پریکړې خپل کار ته دوام ورکړي.

خو سترې محکمې لا په دې هکله خپل دریځ نه دی څرګند کړی.

د افغانستان جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست وایي لا تراوسه یې د سترې محکمې څخه په دې مسله وضاحت نه دی ترلاسه کړی.

د افغانستان د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل امریکا غږ ته وویل، تر هغې چې د سترې محکمې پریکړه دوی ته رسیږي دا وزیران به خپل کار ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG