د لاس رسي وړ اتصالات

ولسي جرګې ته د تازه ورغلیو وکیلانو پر سر لا ناندرۍ روانې دې


U.S. President Barack Obama walks with Jordanian Foreign Minister Nasser Judeh, right, upon his arrival at Queen Alia International Airport in Amman, Jordan, March 22, 2013.
U.S. President Barack Obama walks with Jordanian Foreign Minister Nasser Judeh, right, upon his arrival at Queen Alia International Airport in Amman, Jordan, March 22, 2013.

وروسته له هغې چې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسون له لورې ولسي جرګې ته اته نوي استازي معرفي شول او دا کار د ولسي جرګې د استازو تر منځ د تاوتریخوالی سبب شو او امنیتي ځواکونو مداخله وکړه، په ولسي جرګه کې وضعیت نن نسبتاً ارام و.

خو له قانون څخه د ملاتړ ایتلاف وايي هوډ یې کړی چې د پارلمان د رییس د شتون یا نه شتون په اړه به تصمیم نیسي. دغه ډله ادعا کوي چې د ولسي جرګې اداري هیات په وروستیو پیښو کې خپل قانوني رول ندی لوبولی.

خو اصلاح غوښتونکې ډله په دې باور ده چې د پارلمان مشر د ۹ تنو نویو نوماندانو د تصدیق لیکونو په منلو کې قانون پلی کړی دی.

له دوو ورځو راهیسې چې دغو نویو نوماندانو د ټاکنو د کمیسیون د پریکړې سره سم په پارلمان کې خپل ځای موندلی دی، د بیلا بیلو پارلماني ډلو تر منځ د تاوتریخوالي سبب شوی دی.

د قانون نه د ملاتړ پارلماني ډله چې د لومړی سر نه د ټاکنو په نتیجو کې د هر ډول بدلون د راوستو مخالفه وه وایي، دوی انتصابی وکیلان وو او د قسم یادولو مراسم یې هم د قانون پر بنسټ نه وو.

ددې ډلې ویاند اسد الله سعادتي په دې باور دی چې پارلمان ته د ۹ تنو نویو نوماندانو ورتګ د ولسمشر، ټاکنو کمیسیون او پارلمان د مشر غیر قانوني کړنې او 'ملت ته خیانت' شمیرل کیږي.

"دا د پارلماني قانون او ولسي جرګې مصوبو ته لوی خیانت وو. دا د اداري هیات او رییس له دندو ستره تیروتنه ده ځکه د دوی وظیفه د جرګې د مصوبو تطبیق او د هغه نه ملاتړ دی".

خو په همدې حال کې د پارلمان غړې نسیمه نیازۍ ددې نویو نوماندانو ټاکنه یو سلیقوي تصمیم ګڼي او وایي هغه کسانو چې د محکمې پریکړه یې نه منله او دا لانجه یې د ټاکنو کمیسیون ته راجع کړې وه هم هغوی په دغه ملي خیانت کې لاس لري.

"دا د پارلمان د غړو خپله فیصله ده دوی پریکړه کړې وه چې باید دا موضوع معنوي ته وسپارل شي اوس یې باید ومني. دوی چې نن وایي دا ملي خیانت دی دا سمه نده. معنوي د دوی د غوښتنو پر اساس فیصله کړې زور واکي پاته شول او څوک چې کمزوري ول هغه ترې ووتل. دا چې نن وایي ملي خیانت دی دا د دوی غوښتنه ده او همدوی چې نن د ملي خیانت نعرې وهي هغوی په خپله ملامته دي".

په همدې حال کې د قانون د ملاتړ ډله په دغو پيښو کې د پارلمان د مشر پر رول نیوکه لري دوی وایي ژر به د پارلمان د مشر په هکله هم تصمیم نیسي.

"که رییس د ولسي جرګې د مصوبو ملاتړ نشي کولای او پر خلاف یې دریږي نو ایتلاف یې دا کړنه په بی تفاوتی نه ګوري او ډیر ژر به یې په هکله تصمیم ونیسو خو د تصمیم د څرنګوالي په هکله لا پریکړه نده شوې".

خو په همدې حال کې د اصلاح غوښتونکو د ډلې غړی شیر ولي وردک د اجراییه قوې او پارلمان تر منځ د رامنخته شوې لانجې اوږدول د ملت او د ملت د کور په ګټه نه بولي او وایي ددې کړکیچ اوږدول د دښمن ژرندې ته اوبه اچول دي. ښاغلی وردک وایی ډله به یې پرې نږدي چې دښمن ددې کار نه ګټه تر لاسه کړي.

"ددې کړکیچ اوږدول د ملت په خیر ندي موږ باید د کمیسیون فیصلې ومنو او خپلې شخصي ګټې ترې قربان کړو که دلته څوک تم کیږي هم موږ یې باید ومنو. دلته دښمنانو ته زیاته ګټه رسي او موږ به پرې نږدو چې د ملت په کور کې د دښمن ګټې وساتل شي".

شنونکي په دې باور دي چې ممکنه ده دا لانجه لا هم اوږده شي په تیره بیا ځینې استازي حکومت ګرموي چې ورو ورو غواړي ټول ۶۲ تنه استازي پارلمان ته وردننه کړي.

XS
SM
MD
LG