د لاس رسي وړ اتصالات

محکمې د افغانستان د پارلمان پرانیستل وځنډول


محکمې د افغانستان د پارلمان پرانیستل وځنډول

محکمې د افغانستان د پارلمان پرانیستل وځنډول

د افغانستان د انتخاباتو په اړه جوړې شوې یوې محکمی ددې هیواد د راتلونکې ولسي جرګې پرانیستل وځندول.

ددې محکمی رییس وایي دوی ۴۱۳ دوسیې څیړلي دي چې د هغه په ترڅ کې دا ورته جوته شوې چې د ټول هیواد په کچه د انتخاباتو په اړه شکایتونه او ستونزې او درغلۍ موجودي وي. ډیری نوماندان د رایو د بیا شمیرنې غوښتنه کړې ده.

ددې ټولو ستونزو پر اساس دوی دا حکم کوي چې د ولسې جرګې پرانیستنه دې وځندیږي.

د ولسي جرګې د سږني انتخاباتو په اړه ډیری شکایتونه موجود وو چې هغوی ته د رسیدګی په اړه د جمهور رئیس په حکم ځانګړې محکمه جوړه شوه.

دې محکمې د دوسیو د څیړلو په ترڅ کې دا ومونده چې د هیواد داسې ولایت نشته چې هلته دې د ټاکنو په باب شکایتونه او ستونزې موجودې نه وي.

د انتخاباتو په اړه د ځانګړی محکمي قضایي هیات وایي د دوسیو د څیړنو، اسنادو او ویدیو کستو او نورو شواهدو له مخی ورته دا جوته شوې چې په زیاتره سیمو کې په پراخه پيمانه لاسوهنی او درغلۍ شوي دي، نو دوی د اجتماعي عدالت د تامین او ملک د ګټو په خاطر د انتخاباتو د کمیسیون نه دا غوښتي وو چې د ټاکنو قسمي، ابتدایي او نهایي نتایج دې دوی ته د څیړنې او بیا لیدنې لپاره ورولیږي، ځکه داسې هم شوي چې زیاتره کسان ددې انتخاباتو د کمیسیون او شکایاتو د کمیسیون نه د درغلئ کونکو نوماندانو په نوم پیژندل شوي وو خو لنډه موده پس د همدې درغلو او متقلبو کسسانو د شمیر نه زیات تنه بریالي اعلان شوي دي.

دوی وایی د انتخاباتو کمیسیون باید په دی اړه ځواب ویلي وو.

همدا رنګه دا محکمه د شکایاتو د کمیسیون او د ازادو او مستقلو انتخاباتو د ادارې فیفا نه هم غوښتي وو چې ورسره مرسته وکړي.

د قضاوتمل حقیق په وینا د معترضو نوماندانو د ادعاوو په خاطر کیدی شي په ځینو ولایاتو کې بیا رای شمیرنه وشي، یا هم ځینو ولسوالیو ته سفر وشي یا صندوقونه بیا وکتل شي خو دا محکمه به دا کارونه د هیواد د بیلابیلو قضایی او حقوقي ادارو د استازو نه جوړ د یو منصفه هیات په حضور کې کوي نو د همدې دندو د پای ته رسولو پورې حکم کوی چې: د جمهور رئیس له خوا دې د پارلمان پرانستل وځنډول شي.

د محکمی دا پریکړه د معترضو نوماندانو د خوشحالیو او یو بل ته د مبارکیو په ویلو ومنل شوه

په ولسی جرګه کې د غزنی ولایت معترض نوماند داوود ساطانزوی وایي د محکمې له دې پریکړی سره په افغانستان کی د قانونمندی یو نوی پړاو پرانستل شو.

خو ډیری کسان په دې ګومان دي چې کیدای شي ځینې بهرنۍ او په کور دننه خاصې کړۍ جمهور رییس د فشار لاندې دې ته اړ باسي چې پارلمان پرانیزي.

صفیه صدیقي بله معترضه نومانده وایي دا به ټولو ته ښه وي چې یوه میاشت انتظار وکړي او د محکمې نهایي فیصله ومني.

XS
SM
MD
LG