د لاس رسي وړ اتصالات

بریالي کاندیدان وايي د کرزي د پریکړې برخلاف پارلمان پرانیزي


Members of the Afghan parliament attend a session in Kabul (file photo)
Members of the Afghan parliament attend a session in Kabul (file photo)

د افغانستان د نوي پارلمان یو شمېر سرکرده غړي وايي که څه هم چې جمهور رئیس حامد کرزي پرون اعلان وکړ چی د نوي پارلمان پرانیستل یې د یوې میاشتې پورې ځنډولی دي، هغوی به د یکشنبې په ورځ د نوي پارلمان غونډه په خپله پرانیزي.

د پارلمان نوو ټاکل شوو غړو نن د پنجشنبی په ورځ وویل چې د پارلمان دغړو اکثرېت موافقه کړی ده چې دجمهور رېس کرزي د منظورئ نه په غېر باېد دنوي پارلمان افتتاحی غونډه راوبلل شی.

پرون ښاغلي کرزي اعلان کړی ؤ چې دپارلمان دغونډی پرانېستل ېې دفبرورئ د٢٢ نېټی پوری د محکمې په غوښتنه ددې لپاره ځنډولی دي چې پروسږکال دپارلمانی انتخاباتو پر وخت دټگئ او برگئ په باب تحقېقات بشپړکړی.

دانتخاباتو دشکاېتونو کمېسون په ٥٠٠٠ شکاېتونو باندی غورکړی ؤ او۴ ٢ تنه کاندېدان چې انتخابات ېې گټلی وو نا اهله اعلان کړل او دټولو راېو تقرېبا درېمه برخه راېې ېې هم باطلی کړی.

XS
SM
MD
LG