د لاس رسي وړ اتصالات

د غوراوي د کمیټې د کار سره د ولسي جرګې مخالفت


ولسي جرګې د غوروي د کمیټې سره مخالفت په داسې حال کې کړی چې ټاکل شوې سبا ته به دا کمیټه په رسمي ټوګه کار پیل کړي.
ولسي جرګې د غوروي د کمیټې سره مخالفت په داسې حال کې کړی چې ټاکل شوې سبا ته به دا کمیټه په رسمي ټوګه کار پیل کړي.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې د پنجشنبې په ورځ به ټاکنیزو کمیسیونو د کمشنرانو د غوراوي کمیټه په رسمي توګه کار پیل کړي د افغانستان ولسي جرګې یوځل بیا د دغې کمیټې د جوړیدلو مخالفت ښودلی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست په یو بیان کې چې د چهارشنبې په ورخ یې خپور کړی ویلي، چې ټاکل شوې د پنجشنبې په سهار به د ټاکنو دخپلواک کمیسون او د ټاکنو دشکایتونو دکمیسون د غړو د غوراوي د کمیټې غړي د قانون د حکمونو دعملي کولو په خاطر، خپله لومړنۍ غونډه دکورنیو او بهرنیوادارود عالی رتبه استازو په حضور کې دچارو دادارې دکنفرانسونو په تالار کې جوړه کړي.

دا کمیټه چې اوه غړي لري، د افغانستان د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د سپارښتنو په اساس جوړه شوې ده.

خو د افغانستان ولسي جرګې هغه تقنیني فرمان چې له مخې ولسمشر غني د دغې کمیټې جوړیدلو امرکړی تیره اونۍ د رایو په اکثریت رد کړ.

د ولسي جرګې د دوهم مرستیال حاجي محمد نذیر احمدزي امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې د دغې کمیټې جوړیدلو سره یوځل بیا د ولسي جرګې مخالفت څرګند کړ، خو وې ویل چې ولسي جرګه په ټاکنیزو کمیسیونو کې د اصلاحاتو د راوستلو سره مخالفه نه ده.

ښاغلي احمدزي وویل " مونږ د غوراوي د کمیتې سره مخالف یو نه د اصلاحاتو سره، مونږ تل د اصلاحاتو پلوي وو او غواړو یې او داد ټول افغانستان د ملت غوښتنه ده چې باید د ټاکنو په کمیسیون کې اصلاحات راشي ".

د ولسي جرګې دوهم مرستیال وایي چې د ټاکنو د کمیسیون غړي د ولسمشر د فرمان له مخې او د ولسي جرګې څخه د باور د رایې د اخیستلو وروسته په دغه کمیسیون کې ټاکل شوي دي.

د ولسي جرګې د اداري پلاوي دغه چارواکی وایي چې د همدې له امله دغې جرګې د ولسمشر تقنیني فرمان ته اړتیا نه لیدله او هغه یې رد کړی دی.

حاجي احمدزی وایي چې که افغان حکومت په ټاکنیزو کمیسیونونو کې اصلاحات ددغو کمیسیونونو په سلامشوره راوستی وی نو قانوني ستونزې به یې هم نه لرلې.

ښاغلي احمدزي وویل " د ټول ملت نظر دادی چې په سیستم کې بدلون راشي نه په افرادو کې، په افرادو ستونزه نه حل کیږي او هغه افراد باید لرې شي چې کوم جرم یې ترسره کړی وي ".

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون د روان کال د قوس میاشتې په وروستۍ ورځ د خپلو ۵ میاشتنیو کړنو رپوټ افغان حکومت ته وسپاره او ورسره د دغه کمیسیون کار هم پای ته ورسید.

د ولسي جرګې د کار دوام

همداشان د ولسي جرګې د اداري پلاوي دغه چارواکي د ولسمشر غني د هغې اعلان په باب چې ولسي جرګې غړي به د دغې جرګې د نوو ټاکنو پورې خپل کار ته دوام ورکړي، وې ویل چې دا خبره په اساسي قانون شته او د دغه قانون له مخې ترهغې چې نوي غړي نه وي ټاکل شوي د ولسي جرګې اوسني غړي به خپل کارته دوام ورکوي.

د بلې خوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، که چیرې افغان حکومت دغه کمیسیون ته مالي امکانات برابر کړي، دا کمیسیون چمتو دی چې تر راتلونکي مني د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ترسره کړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال عبالرحمان هوتکي د راتلونکي کال د دوبي او مني موسمونو ترمنځ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په باب د ولسمشر غني څرګندونو په ځواب کې وايي چې د دغو ټاکنو د ترسره کولو لپاره کافي وخت شته او که د دولت له خوا مالي امکانات برابر شي دا کمیسیون به ټاکنې ترسره کړي.

افغان ولسمشر د سې شنبې په ورځ د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون له غړو سره په کتنه کې وویل چې افغان حکومت د راتلونکي کال د دوبي او مني موسمونو تر منځ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسره کولو ته چمتوالی لري.

په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره د ۱۳۹۴ کال د ثور دویمه ورځ ټاکل شوې وه خو د افغانستان په ټاکنیز سیسټم کې د اصلاحاتو غوښتنه او د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د لازمې بودیجې د نه برابریدو له امله دا ټاکنې نامعلوم وخت ته وځنډول شوې.

د ټاکنو د ځنډیدو له امله ولسمشر غني د افغانستان د ولسي جرګې د ۱۶مې دورې د کار موده چې سږکال دوبي کې پای ته ورسیده د یو کال لپاره وغځوله خو ولسمشر غني نن ویلي چې د دغې جرګې غړي به د راتلونکو ټاکنو تر پای خپل کار ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره د مالي امکاناتو د برابرولو تر څنګ امنیت هم د یو ګواښ په توګه یادیږي.

د ټاکنیزو چارو اکثره شنونکي د افغانستان روان امنیتي حالت ته په کتنې دا ګڼې چې که چیرې د دغه هیواد په امنیتي وضعیت کې ښه والی رانشي نو د شفافو ټاکنو ترسره کول به ممکن نه وي.

XS
SM
MD
LG