د لاس رسي وړ اتصالات

ولسي جرګې د رباني اسناد تائید او د ایوبي رد کړل


ولسي جرګه وایي چې له ولسمشر غني څخه به د یو لیک په ترڅ کې وغوښتل شي چې د رد شوې نوماند وزیرې پرځای بل څوک دغې جرګې ته وروپيژني.
ولسي جرګه وایي چې له ولسمشر غني څخه به د یو لیک په ترڅ کې وغوښتل شي چې د رد شوې نوماند وزیرې پرځای بل څوک دغې جرګې ته وروپيژني.

د ولسي جرګې د پوهنې او لوړو زده کړو د چارو کمیسیون رئیس وايي چې بهرنیو چارو وزارت ته نوماند وزیر له خپل دویم تابعیت څخه په رسمي ډول لاس اخیستی دی.

کمال ناصر اصولي امریکا غږ ته وویل چې د نوماندو وزیرانو د اسنادو د څیړلو ګډې کمیټې نن د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند صلاح الدین رباني اسناد وڅیړل او تائید یې کړل.

د ښاغلي اصولي پر وینا په کابل کې د انګلستان سفارت هم تائید کړې ده چې د بهرنیو چارو نوماند وزیر نور د انګلستان تابعیت نه لري.

دغه راز، د نوماندو وزیرانو د اسنادو د پلټنې لپاره جوړې شوې ګډې کمیټې د ښځو چارو وزارت ته د نوماند وزیرې نجیبې ایوبي تحصیلي اسناد رد کړي دي.

ښاغلی اصولي وايي کله چې میرمن ایوبي ولسي جرګې ته معرفي شوې وه هغه مهال یې د لوړو زده کړو اسناد نه درلودل او یوه ورځ مخکې یې د خپل لسانس سند ترلاسه کړی دی چې نن یې دغې کمیټې ته سپارلی دی.

هغه وویل چې له ولسمشر غني څخه به د یو لیک په ترڅ کې وغوښتل شي چې د ښځو چارو وزارت لپاره د میرمن ایوبي پر ځای بل نوماند وزیر ولسي جرګې ته وروپيژني.

تیره ورځ دغې کمېټې د کورنیو چارو وزارت ته د نوماندوزیر نورالحق علومي له دوه ګوني تابعیت څخه د لاس اخیستلو اسناد تائید کړي وو.

ښاغلی اصولي وايي، ولسي جرګې افغان ولسمشر ته یو لیک استولی چې د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو ته نوماند وزیران نورالحق علومي او صلاح الدین رباني یو ځل بیا دغې جرګې ته د باور د رايې د اخیستلو لپاره معرفي کړي.

د ولسي جرګې دغې ګډې کمېتې د تیرې چهارشنبې په ورځ د ټولو نوماندوزیرانو د اسنادو له څیړلو وروسته د اوو تنو نوماندو وزیرانو او د افغانستان بانک ته د نومول شوي رئیس اسناد د دې لپاره رد کړل چې دوه ګوني تابیعتونه یې درلودل.

دغې کمیټې له ولسمشر څخه وغوښتل چې د دوه ګونو تابعیت درلودونکو نوماند وزیرانو پر ځای نوي کسان ولسي جرګې ته معرفي کړي.

د افغانستان ولسمشرۍ دفتر تر اوسه د ولسي جرګې په دغه پریکړه غبرګون نه دی ښودلی .

خو د ولسمشر غني ویاند نظیف الله سالارزي امریکا غږ ته په یوه مرکه کې ویلي چې ولسمشر د پارلمان پریکړو ته درناوی لري.

په همدې حال کې د افغانستان د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ویلي چې ژر به د کابینې پاتې غړي به ولسي جرګې ته د باور درایې د اخیستلو لپاره واستوي.

عبدالله عبدالله نن د دوشنبې په ورځ په کابل کې د اسټرالیا د بهرنیو چارو د وزیرې میرمن جولې بیشاپ سره د کتنې په وخت وویل چې په یو یا دوه ورځو کې به کابینه بشپړه شي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیره چې کابل ته راغلې ده خبریالانو سره په لنډو خبرو کې وویل چې هیواد به یې تر دوه زره اولسم کال پورې افغانستان ته تر درې سوو میلونو ډالرو مرسته برابره کړي.

XS
SM
MD
LG