د لاس رسي وړ اتصالات

ابراهیمي: سرپرست وزیران نور مشروعیت نه لري


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ولسي جرګې ریس عبدالروف ابراهیمي وایي چې سر له نن ورځې سرپرست وزیران مشروعیت نلري.

د ولسي جرګې ریس د چهارشنبې په ورځ د دغې جرګې عمومي غونډې ته په وینا کې وویل چې د قانون له مخې د سرپرستو وزیرانو د کار موده دوه میاشتې ده، ددې لپاره چې دا موده پوره شوې ده نو ددې وروسته سرپرست وزیران مشروعیت نلري او په کار دي چې حکومت ژر تر ژره ولسي جرګې ته نوي وزیران معرفي کړي.

د افغانستان نوي جمهورریس د یوې پریکړې له مخې د نوې کابینې تر جوړیدلو ټول وزیران د سرپرستو وزیرانو په توګه ټاکلي دي.

د ولسي جرګې نننۍ غونډې ته یو شمیر وکیلانو هم په خپلو خبرو کې د سرپرستو وزیرانو د کار په دوام انتقادونه وکړل وویل چې ددې لپاره چې سرپرست وزیران نه څوک مقررولی او نه هم له کاره ګوښه کولی شي نو دا کار په افغانستان کې د ناامنیو د زیاتیدلو سره مرسته کړې ده.

د بلې خوا اجرائیه ریس عبدالله عبدالله د واک په ویشلو د ټینګار په باب د افغان حکومت د ځینو چارواکو څرګندونو ته په احتیاط ځواب ورکړی دی او ویلي دي چې دی یوازې دی له جمهورریس سره د کابنیې په سر خبرې کوي.

ښاغلي عبدالله چې د نړیوالې ټولنې نه د دوه زره پنځلسم کال لپاره افغانستان ته د عاجلو بشري مرستو د غوښتنې یوې غونډې ته یې وینا کوله وویل چې کیدای شي په هغو سلا مشورو نه چې دی یې د جمهورری اشرف غني سره د کابینې په سر کوي نور څخه بې خبره اوسي.

ښاغلي عبدالله وویل "د هغو څرګندونو په باب چې تاسو یې یادونه وکړه که چیري کوم څوک زمونږ د بحثونو نه خبر نه اوسي زه یې نه ملامتوم ، خو د کابینې او د کابیني د جوړیدلو په مسله زه د جمهورریس صاحب سره خبرې کوم کیدای شي نور پرې خبر نه اوسي".

د افغانستان د جمهورریس لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ځینو رسنیو سره په خبرو کې تورلګولې وو چې ګوندې د اجرائیه ریس په واک کې د پنځوس فیصده ونډې د غوښتنه کړې ده، چې د هغه دا ډول غوښتنې د کابنیې جوړول د ستونزو سره مخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG