د لاس رسي وړ اتصالات

کمیسیون ١٩ کامیاب کاندیدان بې اعتباره کړل


کمیسیون ١٩ کامیاب کاندیدان بې اعتباره کړل

کمیسیون ١٩ کامیاب کاندیدان بې اعتباره کړل

د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو کمسیون وایی چی په پارلماني انتخاباتو کی یی د جعل کاریو د رپوټونو د څیړلو وروسته ١٩ تنه وړونکي کاندیدان بی اعتباره کړي دی.

دغه هیُت نن وویل چی دوه تنه هغه کاندیدان چی په دویمه درجه کی راغلی وو او د نورو په بی اعتباره کیدو کی به وړونکي اعلان شوی وای ، هغوی هم د جعل کاریو په تور بی اعتباره شوی دی.

یوه چارواکي وویل چی دغه کاندیدان د دی پریکړی پرخلاف د دعوا حق نلري.

دغه کمسیون د سپټمبر د میاشتی د اتلسمی نیټی د انتخاباتو وروسته د ٢٥٠٠ شکایتونو په څیړلو بوخت دئ.

د افغانستان د پارلمان د ٢۴٩ څوکیو لپاره انتخابات د جمهور ریس کرزي د لویدیځو ملاتړ کونکو ملکونو لخوا څارل کیږی چی د افغانستان جمهور ریس به په خپل حکومت کی د موجوده اداری فساد پرخلاف اصلاحات راوستئ شی که نه.

XS
SM
MD
LG