د لاس رسي وړ اتصالات

د ځانګړې محکمې د پریکړې پر سر ناندرﺉ روانې دي


د ځانګړې محکمې د پریکړې پر سر ناندرﺉ روانې دي

د ځانګړې محکمې د پریکړې پر سر ناندرﺉ روانې دي

د افغانستان د ولسي جرګې هغه معترض کاندیدان چې د ځانګړې محکمې د پرېکړې په اساس باید پارلمان ته لاره پيدا کړي، وايي ددې محکمې پرېکړه دې عملي شي او د قانون تطبیق ته دې لاره هواره شي.

دغو معترضو کاندیدانو نن په کابل کې په یوه غونډه کې ټينګار درلود که د ځانګړې محکمې د پرېکړې په تعمیل کې لټي کیږي نو دوی به بیا هم له خپلو حقوقو نه د سولیزو لاریونو په ترسره کولو دفاع وکړي او د عدالت تامین به غواړي.

ددې کاندیدانو ډله چې شمېر یې ۶۲ ته رسیږي، وايي د محکمې پرېکړه شرعي ده او نه منونکي یې مجرمین ګڼل کیدای شي. دوی دا ډول وايي چې د ولسی جرګی وروستۍ پرېکړې چې لوی څارنوال او د قضايه قوې د عالي شورا غړي یې سلب اعتماد کړي غیری قانوني دي او هيڅ قانوني توجیه ددې عمل لپاره نه لري.

افغان پارلمان پرون د ځانګړې محکمې د پریکړې د علان په ځواب کې د سترې محکمې رئیس قاضي القضات او څو غړي سلب اعتماد کړل او وايي که وویني چې وزیران هم پکې ښکېل دي نو د باور رایې به ترې بېرته واخلي.

خو بل لورته هغه معترض کاندیدان چې د ځانګړې محکمې له لورې پارلمان ته تازه ورپېژندل شوي وايي محکمه قانوني ده او باید پرېکړه یې تطبیق شي.

XS
SM
MD
LG