د لاس رسي وړ اتصالات

'د پیښور په شخصي روغتونونو کې د افغان ناروغانو د درملنې لګښت خورا زیات شوی'


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

افغانستان چې د روغتیايي اسانتیاو د کمي له کبله یې له تېرو څو لسیزو راهیسې زیات شمېر ناروغان د درملنې لپاره ایران، هند او پاکستان ته ځي، دوی ته دا کار په ډېره لویه بیه تمامیږي، ځکه چې شخصي روغتونونونو کې درملنه او نور لګښتونه ډېر ګران دي.

پاکستان ته د درملنې لپاره تللو یو شمیر افغانانو امریکا غږ ته ویلي چې له اکثرو ناروغانو سره نه دولتي او نه هم نادولتي ادارې مالي مرستې کوي، بلکې دوی د خپلو ناروغانو درملنه په خپل مالي لګښت کوي.

د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور ته د درملنې لپاره د افغانستان د یو ناروغ زوی حاجي زیارت ګل وايي، یوازې پر تورخم پوله له کړاونو او ستونزو سره مخ نه دي، بلکې له تورخم څخه تر پېښوره يې دومره مصرف راځي چې د دوی له توان څځه بهر وي. هغه وايي له یو او بل څخه پورونه اخلي او د ناروغه درملنه پرې کوي.

نوموړی زیاتوي خپله ۷۵ کلنه مور یې پېښور ته د درملنې لپاره راوستې ده په پښو يې دردونه وي او د زړه ناروغه ده، د زړه رګونه يې بند دي.

هغه وویل: ” موږ له ډېرو کړاوونو وروسته پېښور ته راورسېدو او له تورخمه مو ټېکسي وکړو او تر پېښور حیات اباده تر روغتون پورې يې رانه شپږ زره کالدارې واخیستې. بیا چې روغتون ته ورغلو نو ازموینې وې، د یوې یوې ازموینې یې رانه تر اویا زره کالدارو واخیستې. موږ له يې یوه میاشت وخت راکړې چې بیا به د معاینې لپاره راځئ نو بېرته خو افغانستان ته نشوتلای نو دلته بورډ بازار کې مو ځانته یوه کوټه په اوولس زره روپۍ کرایه واخیسته او دا رنګ چې ډاکټر راته کوم دارو لیکلي نو هغه هم د پنځوویشت زرو کالدارو دي، نو ډېر له مشکل سره مخ یو دلته خوراک هم ډېر قیمته شوې دی ګراني ده.“

یو بل کس حاجي روزه دین چې زوی یې د وینې سرطان لري، امریکا غږ ته وویل، له تورخمه تر پېښوره تر ډېر سخت کړاو لاندې تېر شوي دي.

دی زیاتوي، د زوی یې په پاک - افغان دوستي روغتون کې ډاکټرانو معاینه وکړه او هلته یې پنځه ساعته ډېر په بد حالات کې تېر کړي دي. تر هغه وروسته یې بیا زوی د پېښور له بورډ بازار سره په ناصر باغ سرک، یو شخصي روغتون دی، هلته یې هم د زوی معاینه شوې ده او ډېرې روپۍ یې لګېدلې دي.

هغه وايي،” ډېر خفه شوم چې ولې موږ انسانان نه یو چې دومره ظلم راسره کوي چې کوم ډاکټر ته ورمخامخېږې نو په اول وار رانه لک یو نیم لک کالدارې اخلي. نو موږ خو غریبان یو دومره وس مو چېرته کېږي، وطن کې له خلکو پور واخلو او هغه رانه دلته ډاکټران یو په دوه واخلي. “

د حاجي زوره دین په خبره د دغه شخصي روغتون ډاکټرانو ورته وویل چې خپل زوی د سرطان دولتي روغتون ارنم یا شخصي روغتون شوکت خانم ته بوځي نو هلته هم بې له پېژندګلو کار نه کېږي،”موږ زښت پرېشانه یو خوا راته بچی ناروغه دی بله خوا مې په هوټل کې کوټه نیولې، درې زره کالدارې د شپې په سر رانه هغه اخلي. “

د بغلان اوسېدونکې ګل مینه چې د سرطان ناروغه ده، امریکا غږ ته وايي، له دې سره لویه ستونزه دا ده، چې کشر ورور سره راغلې،”نو دلته در په در یو، کله یوه خوا ځو کله بله خوا ځو هېڅوک مې دلته نشته، چې غم مې وخوري، دلته درملنه ډېره ګرانه ده نو که کالدارې راسره ختمې شوې، بیرته به وطن ته ځمه، بس مجبوري مې ده، ...که زموږ په هېواد کې داسې روغتونونه وای نو موږ څه کول چې دلته راتلو دلته خو که په دولتي روغتون کې هم درملنه کوې نو دوا به ځانته په خپلو پيسو اخلی. “

امریکا غږ د افغانستان له ناروغانو د زیاتو پیسو اخیستو په باب د پېښور د یو شخصي روغتون له ډاکټر محمد صادق څخه وپوښتل، هغه وویل ګراني زیاته شوې ده ځکه نو ډاکټرانو هم خپل فیسونه زیات کړي دي.

هغه وویل: ”هېڅوک هم ظلم نه کوي خو ډاکټرانو په زده کړو دومره لوی مصرف کړی وي، عمر يې ورکړی وي بل تاسو د دوا خبره کوئ، نو په پاکستان کې په دا وروستیو دوه درې کاله کې د دوا کارخانو خپلې دوایانې تر سل فيصده هم زیاتې ګرانې کړي دي، نو ځکه د دې خلکو که هغه د افغانستان وي که ځايي په دوایانو يې لګښت ډېر راځي. “

د ډاګټرانو په وینا چې دوی ته له افغانستان څځه زیات د زړه او سرطان ناروغان راځي او د هغې لامل دا دي چې افغانستان دومره لوی هېواد دی خو د سرطان روغتون پکې نشته.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG