د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل شاووخوا د حکومت ځینو مخالفینو سوله وکړه


د کابل شاووخوا د حکومت ځینو مخالفینو سوله وکړه
د کابل شاووخوا د حکومت ځینو مخالفینو سوله وکړه

پنځوس وسلوال فعال مخالفين چې د غزني، لوګر، کاپيسا او میدان وردکو په ولایتونو کې له حکومت او نړیوالو ځواکونو سره په جګړو بوخت ول نن د سولې له بهیر سره په کابل کې یو ځای شول او خپلې وسلې یې هم د سولې د ټینګښت کمیسیون ته چې مشري يې حضرت صبغت الله مجددي کوي وسپارلې.

پدغو پخلا شویو وسلوالو مخالفينو کې د طالبانو او حزب اسلامي جنګيالي شامل دي، د سولې د ټينګښت د کمیسیون مشر حضرت صبغت الله مجددي وویل دی زیار باسي چې پخلاشویو مخالفینو ته د یوې نمرې د ځمکې د ورکړې لپاره له والیانو غوښتنه وکړي او دا ډول که د کار کولو وړتیا لري نو د کار زمېنې به هم ورته برابرې کړي، هغه وویل نړیوالې ټولنې ورسره ژمنه کړې چې هغو وسلوالو مخالفینو سره چې د سولې له بهیر سره یو ځای کیږي نو مرستې به ورسره کوي، هغه وویل تمه لري چې دا مرستې به ور ورسيږي.

د سولې د ټينګښت د کمیسیون چارواکي وايي چې د ګڼو ولایتونو قومي مشرانو ترې غوښتي که وسلوالو مخالفینو ته امنیت او دوی ته د کار زمېنې برابرې شي نو د راتلونکي حمل میاشت پورې به درې زره وسلوال مخالفین له حکومت سره یو ځای شي، د همدې کمیسیون اداري مشر محمد اکرم اشنا تلویزیون ته وویل چې لس زره قومي مشرانو له کمیسیون سره ژمنې کړي چې په خپلو سیمو کې به د دولت مخالفین راضي کوي.

پوهنوال محمد اکرم، د سولې د ټينګښت د کمیسیون اداري مشر: "پدغو کې تقریبا د دوی د ګروپونو قومندانان وو چې په هغو کې یو ملا فضل الله نومیږي چې د کاپیسا په ولایت کې د حزب اسلامي په ډله کې وو او یو قومندان ددوی له ګروپونو له میدان او غزني څخه وو چې د هغوی نوم ملا عبیدالله چې د غزني د ولایت ده او ملا اختر محمد چې د میدان د ګروپ ده دغو اشخاصو د دوی سرګروپي کوله او خپل ګروپونه یې له ځانو سره راوستي دي."

د غزني ولایت یوه وسلوال مخالف مولوی عبدالنافع چې همدا نن د سولې له کمیسیون سره یو ځای شوی وو اشنا تلویزیون ته وویل اوس له حکومت پورې اړه لري چې دوی د کار زمېنې برابرې کړي.

د سولې د ټينګښت کمیسیون چې پنځه کال وړاندې تاسیس شوی وايي تر دې دمه لس زره او درې سوه وسلوال مخالفین ورسره یو ځای شوي دي او په دوی کې پنځه ویشت هغه وو چې په تور لست کې شامل وو ددې کمیسیون د چارواکو په وینا دیرش سلنه د مخالفینو له رهبرۍ او پاتې اویا سلنه یوازې جنګيالي وو.

XS
SM
MD
LG