د لاس رسي وړ اتصالات

سولې شورا باندې پیسې بندې شوي دي


د ولسمشر د ویاند مرسیتال سید ظفر هاشمي وایي حکومت غواړي لومړی د سولې په شورا کې اصلاحات رامنځ ته کړي او وروسته ورته مشر وټاکي.
د ولسمشر د ویاند مرسیتال سید ظفر هاشمي وایي حکومت غواړي لومړی د سولې په شورا کې اصلاحات رامنځ ته کړي او وروسته ورته مشر وټاکي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، افغان حکومت په پام کې لري، چې په اسلام آباد کې د درېيمې څلوراړخیزې غونډې څخه مخکې، د دغې شورا لپاره مشر وټاکي.

د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو په ګډون د افغان سولې لپاره د تګلارې جوړولو درېيمه غونډه، د روان لمریز کال د دلوې میاشتې په ۱۷مه نېټه، په اسلام آباد کې جوړیږي.

د سولې د عالي شورا غړي قاضي محمد امین وقاد امریکا غږ ته وویل، افغان ولسمشر دوه اونۍ مخکې د دغې شورا له غړو سره په یوه غونډه کې ژمنه کړې، چې د اسلام آباد له غونډې څخه مخکې به د سولې د عالي شورا مشر وټاکي.

محمد امین وقاد وویل "موږ خپل نظریات ورکړي دي، دوی (حکومت) ژمن وو او ژمن دي، امیدوار یو چې د درېیم دور مذاکراتو نه مخکې د سولې د عالي شورا رئیس او د دارالانشاء رئیس وټاکل شي."

قاضي محمد امین وقاد وویل، دا مهال د سولې عالي شورا د تعلیق په حالت کې ده او له دغې شورا سره د مرستندیو ادارو مالي مرستې هم ځنډول شوې دي.

هغه وویل "اوس چې رئیس نشته دی، نه د هیأت اجرائیه یا د شورای عالي رئیس شته نه د دارالانشاء رئیس شته، نو هغو ارګانونو او جهتونو چې مرستې کولې هغه یې متوقف کړې دي په دې نوي کال کې، چې ترڅو رئیس وټاکل شي او استراتېژي معلومه شي او د سولې د اجرائيه هیت کردار په سوله کې معلوم شي."

د افغانستان لپاره د امریکا د پراختیايي چارو اداره یا یو ایس اې آی ډي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما او د انګلستان هیواد له دې شورا سره مالي مرستې کولې.

د سولې عالي شورا چارې له هغې وروسته د سرپرست لخوا پرمخ وړل کېږي، چې څه باندې یو کال مخکې د دغه شورا پخواني مشر صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو وزارت لپاره د افغانستان د ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړه.

د سولې د عالي شورا د ریاست لپاره د یو شمیر نورو مخورو سیاسي څیرو په ګډون محمد یونس قانوني، پیر سید احمد ګیلاني او قاضي محمد امین وقاد نومول شوي دي خو افغان حکومت لا تر اوسه د دې شورا د مشرۍ لپاره د چا پر ټاکلو سلاء نه ده کړې.

د افغان ولسمشر د ویاند مرسیتال سید ظفر هاشمي امریکا غږ ته وویل، حکومت په پام کې لري، چې لومړی په دې شورا کې اصلاحات رامنځ ته کړي او وروسته ورته مشر وټاکي.

هغه وویل " د دې شورا د کار د اغیزمنتیا لپاره د اصلاحاتو پر راوستلو هڅې روانې دي، چې کله څرګنده شي تاسې ته به یې ووایو."

خو بلخوا د افغانستان د حکومت اجرائیه ریاست وايي، له وسله‌والو طالبانو سره د سولې په راتلونکو خبرو کې د سولې عالي شورا هیڅ ډول رول نه لري او له طالبانو سره مخامخ خبرې د افغان حکومت په مشرۍ ترسره کېږي.

د اجرائيه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل وویل، افغان حکومت په تمه دی چې د سولې په تړاو د څلور اړخیزو مذاکراتو په پایله کې له وسله والو مخالفینو سره د خبرو نقشه جوړه او نیغ په نیغه خبرې پیل شي.

هغه وویل "کله چې د څلور اړخیزې غونډې وروسته د سولې د خبرو لپاره پر لار نقشه باندې فکر کېږي او موږ به ځای او وخت باندې موافقې ته رسیږو د سولې اصلي خبره چې پیل کېږي، هغه به په مالکیت او رهبري د حکومت وي، چې له وسله والو سره خبرې وکړي، نه د سولې عالي شورا."

خو د چارو یو شمیر څیړونکي بیا، د حکومت له وسله والو مخالفینو سره د سولې د خبرو لپاره د یو درېیمګړي جوړښت په رامنځ ته کیدو ټینګار کوي.

د پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند وايي، افغان حکومت ته په کار ده، چې له وسله والو مخالفینو سره د سولې د خبرو لپاره د یوې داسې بې پرې ادارې پر جوړولو کار وکړي، چې د ښکېلو غاړو ترمنځ د شرایطو د توپیر کچه راکمه او د سولې ۸خبرو ته عملي بڼه ورکړي.

هغه وویل "داسې کسان چې هغوی وشي کولای، د حکومت او د حکومت د مخالفینو تر منځ د شرایطو توپیر راکم کړي، دا به یو موثره جوړښت وي ترڅو حکومت هغوی ته توجه وکړي، نسبت دې ته چې دوی توجه په یو حکومتي آدرس باندې وکړي."

ډاکټر ځلاند وویل، د سولې عالي شورا په تیرو شپږو کلونو کې له سولې سره د یوې پروژې په توګه چلند کړی او کومه د پام وړ لاسته راوړنه یې نه درلوده، نو ځکه اوسنی حکومت اړ شوی، چې د دې شورا د کار د دوام پر سر له سره غور وکړي.

د سولې عالي شورا د ۶۸ کسانو په غړیتوب، چې د افغانستان په سیاست کې ښکېلې مخورې څیرې هم په کې شاملې دي، شپږ کاله مخکې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په فرمان، د افغان حکومت له وسله والو مخالفینو سره د روغې جوړې په موخه، جوړه شوه.

XS
SM
MD
LG