د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې شورا: د ګوانټنامو بندیانو د خلاصي کوښښ کوو


د سولې شورا: د ګوانټنامو بندیانو د خلاصي کوښښ کوو
د سولې شورا: د ګوانټنامو بندیانو د خلاصي کوښښ کوو

د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي وايي چې لا تر دې دمه دغې شورا له ګوانټنامو زندان نه څوک ندي خوشې کړي ولې داسې کوښښونه روان دي چې د سولې په ګټه به وي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر محمد معصوم ستانکزي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د سولې لپاره له زندانونو نه د طالبانو د مشرانو د خوشې کولو پروګرام د حکومت په چوکاټ کې به وي او د هغو د خوشې کولو لپاره چې بې ګناه دي او منفي تصورات پیدا کوي د خوشې کولو لپاره به شورا خپل اقدامات ترسره کوي.

محمد معصوم ستانکزی، د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر: "د سولې شورا هيڅ څوک له ګوانټنامو ندي خوشې کړي چې مخکې له مخکې پرې تبصرې وشي، دا داسې بحثونه دي چې افغان دولت په یوه میکانیزم کار کوي په عین وخت کې د سولې د عالي شورا په چوکاټ کې د سیاسي بندیانو ته د رسېدو لپاره يوه کمېټه تشکیل شوې ده، دا داسې مسئله نده چې په زندان کې یو چاته وویل شي را خلاص شه او هغه فورا را خلاص شي او يا په زندانو نو کې هغه کسان چې بې ګناه دي دا یو درد دی دا مسئله هغه او د هغه کورنۍ ته منفي تصور ایجادوي."

دا ډول د سولې د عالي شورا ویاند مولوي قیام الدین کشاف ترکېې ته د شورا سفر ارزښتناکه وباله وی ویل چې ترکېې ورسره د هر ډول مرستې ژمنه کړې ده.

مولوي کشاف زیاته کړه چې شورا دا ځل په پام کې لري چې جدي ته لاړ شي او د افغانستان مسئله اوس نړیواله ده او باید د سولې په هڅو کې نړیوال او سیمیز هیوادونه ښکېل شي.

هغه وویل شورا په هر ډول تصمیم نېولو کې خپلواکه ده او که ان د حکومت د اصولو په خلاف هم وي، هغه وویل که طالبانو ورسره په افغانستان کې خبرو ته حاضریږي نو امنیتي قواوو نه غواړي چې امنیت یې ونيسي او که په نورو هیوادو کې مذاکرو ته حاضر وي نو بیا هم ورته امکانات برابروي.

بل لورته په کابل کې د انتقالي عدالت یوه دفاعي ډله وايي چې د سولې د عالي شورا وروستۍ هلې ځلې ورته د منلو ندي او د جنګي مجرمینو بخښل ددې شورا په واک کې نده.

ددې ډلې غړي محمد الله نیازي وویل چې عدالت دې باید تامین شي او د سولې نه مخکې دې د انتقالي عدالت پلی شي.

دا ډله وايي چې د ګوانټنامو له زندان د طالب مشران پرېښودل د سولې پر ځای له جګړی سره مرسته کوي او افغان حکومت چې څومره وسلوال له زندانونو خوشې کړي هغوی د سولیز ژوند پر ځای یو ځلې بیا جګړې ته مخه کړې ده.

دوی دا ډول خبریالانو ته وویل چې د عفوې قانون چې پارلمان تېر کال تصویب کړی باید ژر لغوه دې شي.

لیا غضنفر، د عدالت لپاره د پیوستون د بنسټ مرستیاله: "هغه افراد چې په جنګي جنایاتو او د بشري حقونو په نقض کولو متهم دي او دا مهال په ملي او بین المللي زندانونو کې ساتل کیږي باید په فوري او عادلانه ډول محاکمه شي، د سولې د عالي شورا په ناکامه کړنو کې دې له سره غور وشي او افغان پارلمان دی د عدالت په بنسټ ورته نوی تګلارې وټاکي."

دا ډله دا ډول وايي چې د تېرو دېرشو کلونو د جګړې ټول عاملین دې تر محکمې لاندې راشي.

XS
SM
MD
LG