د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د سولې د خبرو تود هرکلی شوی دی


مخکې د طالبانو سره په قطر، دوبۍ او اوسلو کې هم غیر رسمي خبرې شوې وي.

مخکې د طالبانو سره په قطر، دوبۍ او اوسلو کې هم غیر رسمي خبرې شوې وي.

د افغانستان د حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو تود هرکلی شوی دی او دغه خبرې په افغانستان کې جګړې د ختمولو لپاره، چې د کلنو نه روانه ده، یو مهم ګام ګنل شوی دی.

د ملګروملتونو عمومي منشي بان کې مون د اسلام آباد د غونډې هرکلی کړی دی.

په هغه خبرپاڼې کې چې د ملګروملتونو لخوا خپره شوې ده ویل شوي دي چې بان کې مون په خبرو کې دواړه اړخونه او د خبرو کوربه هیواد پاکستان ستايي. هغه یو ځل بیا د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ اعلان کړ.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولاس هیسوم د اسلام اباد د خبرو هرکلی کړی دی.

ښاغلي هیسوم ویلي دي چې د اسلام آباد غونډه باید د هغو وروستیو هڅو د نتیجې په توګه ومنل شي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره شوي دي.

د امریکا حکومت او د افغانستان حکومت هم په اسلام آباد کې د خبرو ملاتړ کړی دی.

د امریکا د سنا د مجلس د پوځې کمیټې رئیس جان مکین امریکا غږ ته وویل چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات ښه خبره ده او پاکستان په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې مهم نقش لوبولی شي. هغه وویل:

"مونږ هیله من یو، مونږ نه پوهیږو خو د پاکستان په وړاندې د جمهور رئیس غني تگلاره سم حرکت دی چې هیله من یو د پاکستان له لورې ورسره ورته چلند وشي، ځکه چې مونږ پوهیږو چې د پاکستان کورنی سیاست ډیر پیچلی دی، خو هیله من یو چې پاکستان د خبرو میز ته د طالبانو رابلل په پخپله گټه وگڼي. زه د نتیجې په اړه خوشبین نه یم، خو زه فکر کوم چې دا مهمه ده چې له دغو هڅو څخه ددې شخړې د پای ته رسیدو لپاره کار واخیستل شي»

د بحران د نړیوالې ادارې تحلیل کوونکی، ګرېم سمیت ویلي دي چې په اسلام آباد کې خبرې کیدای شي چې په افغانستان کې د اوسني وضعیت د ښه کولو سره مرسته وکړي.

دوشنبې ته ناوخته، د افغانستان د حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ په اسلام آباد کې خبرې وشوي او فیصله وشوه چې د خبرو پر دوام او اعتماد په جوړولو تاکید وشو.

د افغانستان د حکومت او طالبان ترمنځ تیر ځل د چین د اورمچي په ښار کې د دوه ورځنۍ خبرې وشوي، دغه خبرې هم د پاکستان په وساطت وشوي.

د طالبانو ویاند وویل چې د چین په اورمچي کې غونډه د دغې ډلې په استازیتوب نه ده شوې او یوازې د دوی د قطر دفتر د دې اجازه لري چې دغسې خبرې وکړي.

پخوا هم په قطر، اوسلو او دوبۍ کې غونډې شوې وي خو د پخوانیو غونډو په اړه ویل کیدل چې رسمي نه وي.

XS
SM
MD
LG