د لاس رسي وړ اتصالات

ایران له طالبانو سره د سولې د خبرو هرکلی وکړ


د ایران سفیر محمد رضا بهرامي وايي چې د هېواد تګلاره یې دا ده چې د افغان حکومت سره به مرسته کوي.

د ایران سفیر محمد رضا بهرامي وايي چې د هېواد تګلاره یې دا ده چې د افغان حکومت سره به مرسته کوي.

ایران د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د تازه مذاکراتو او هلو ځلو ننګه وکړه.

افغانستان لپاره د ایران سفیر محمد رضا بهرامي له سي سي تلویزون سره په مرکې کې وویل چې دوی د افغان حکومت او طالبانو د ډلې ترمنځ د سولې د خبرو هرکلی کوي.

ښاغلي بهرمي وویل " زموږ په فکر په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو غوره لاره د سیالو ډلو ترمنځ خبرې کول دي. هیله مند یو چې د دغو خبرو په دوام سره په دغه هېواد کې سوله او ثبات ټېنګ شي. "

څه موده وړاندې د پاکستان په مري کې د افغان چارواکو او طالب استازو ترمنځ په لومړي ځل مخامخ مذاکراتو کور دننه او بهر یو لړ مثبت غبرګونونه له ځانه سره لرل.

د طالبانو د مشر ملا عمر په اختریز پیغام کې هم د دغو خبرو هرکلی او ننګه شوې وه چې ولسمشر غني بیا د ملا عمر دغه دریځ وستایه.

په کابل کې د ایران سفیر بهرامي وايي چې هیواد یې د افغان حکومت کلک ملاتړ کوي.

دی وايي " زما په نظر په دغه برخه کې درې مهم ټکي دي. لومړی، د افغانستان په تړاو زموږ تګلاره، د افغان حکومت سره مرسته کول دي. دویم، زما په باور، باید افغانان د سولې د هرې مذاکرې، مدیریت او مشرتوب وکړي او درېیمه خبره دا چې د ایران او د جنګي ډلو د هغو ملاتړو د تګلارو ترمنځ جدي او لوی فرق شته چې، غواړي د جنګ له لارې خپلو موخو ته ورسیږي. د افغانستان په تړاو زموږ پالیسي دا ده چې، موږ هېڅکله هم د دغو ډلو مرسته نه کوو."

ښاغلی بهرامي داسې مهال د سولې دخبرو په اړه د خپل هېواد دریځ اعلانوي چې ټاکل شوې ډېر ژر د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو دویم پړاو پیل شي.

ایران، د افغانستان هغه ګاوڼدی دی چې تل یې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت غندلی او مخالفت یې کړی دی او پر ایران وخت ناوخت دا تورونه هه لګول شوي چې ګنې په افغانستان کې وسله والو طالبانو سره مرسته کوي، خو ایراني چارواکو دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

د یو شمېر کارپوهانو په باور، ښايي د تهران او لویدیځ ترمنځ د ایران د اتومي پروګرام پر سر وروستۍ موافقه په سیمه کې د ایران بهرنۍ تګلاره هم بدله کړي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.

XS
SM
MD
LG