د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پیلوټه ښایسته واعظ آرمان لري چې یوه ورځ افغانستان ته هم پرواز وکړي


Shaista Waiz
Shaista Waiz
د امریکا د هوانوردی، ایروناټیکل پوهنتون لومړنۍ افغانه پیلوټه ښایسته واعظ وایي، څومره چې په وړوکوالي کې د الوتکی نه ویریده ، په لویوالی کې یې هموغومره مینه ورسره پیدا سوه.

ښایستې واعظ د امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې په وړکتوب کې یې په تلویزیون کې د الوتکو د غورځیدو پیښی ډیرې لیدلې وې نو ځکه ویریدله چې که پرواز وکړي ،الوتکه به وغورځیږي او مړه به شي.

اما کله چې یې کورنۍ امریکا ته مهاجره شوه ، څو کاله وروسته هغه وخت چې دا د دوولسم ټولگي نه فارغه شوې وه او کورنۍ یې د شخصي کاروبار لپاره د کالیفورنیا نه فلوریډا ته کډه کوله، نو فلوریډا ته د پرواز په جریان کې یې دغه ویره په داسې یو احساس بدله شوه چې د پیلوټۍ سرحد ته یې ورسوله.

ښایسته واعظ اوس پیلوټه ده او ماستري یی هم مخ په خلاصیدو ده.

همداشان پیلوټه ښایسته واعظ اوس په دغه پوهنتون کې د پرواز معلمه ده او ځکه معلمي کوي چې د جمبو جټ او د بوینگ اوه اویا ډول الوتکې، د پیلوټۍ لپاره د پرواز لازمي ساعتونه پوره کړي او دومره تجربه پیدا کړي چې ژر کار پیدا کړی شي.

د ښایستې واعظ غټ ارمان دا دی چې یوه ورځ د داسې هوایي شرکت پیلوټه شي چې د نیویارک یا کوم بل ایالت نه افغانستان ، ډوبۍ او یا منځني ختیځ ته پروازونه کوي.


د اشنا راډیو سره د ښایستې واعظ پوره مرکه دلته واوری.
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:37 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG