د لاس رسي وړ اتصالات

فاروق فردا وایي: په وينو سور زړه مې د تا سره خبرې کوي د خندا کړس کې د ژړا سره خبرې کوي


شاعر او لیکوال فاروق فردا
شاعر او لیکوال فاروق فردا

په داسې حال کې چې افغان شاعر او لیکوال فاروق فردا، موسیقیت د شعر له مهمو توکیو او عناصرو څخه گڼي. هغه په شعر کې عیني او ذهني انځورونو ته گوته نیسي او په دې اړه په زړه پورې څرگندونې لري. دا چې عیني او ذهني انځورونه په شعر کې څه ته وایي پخپله به یې له فاروق فردا څخه واورو:

په شعر کې د انځورونو په هکله د فردا څرگندونې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:33 0:00

د ښاغلی فردا یو شمیر ادبي اثار چاپ شوي چې د بیلگې په توگه د گلپاڼو پرخې، سیوری، او د ځنگله، سیند او غر ملگري، په نامه شعري ټولگي یې یادولای شو.

فردا په خپل دغه شعر کې تشبهاتو ته پاملرنه کړې لکه په دغه غزل کې:

په وينو سور زړه مې د تا سره خبرې کوي

د خندا کړس کې د ژړا سره خبرې کوي

زه هم د ګل په شانې پاڼه پاڼه وغوړېږم

ګل په خاموشه خوله چې ما سره خبرې کوي

کور ته د چا د نظر سېوری وړي په لپو نجلۍ

چې د پلو لاندې موسکا سره خبرې کوي

د پېغلتوب سندرې ليکي پر هيندارې د مخ

د چا د اوښکو د رڼا سره خبرې کوي

د زمانې د نا کردو تندۍ پر کاڼو ولي

جوني بلاوې شوې بلا سره خبرې کوي

ګل يې پر سر ګل پر ټتر ګل په لمنه کې وړي

ستوريو ته ګوري دا د چا سره خبرې کوي

پر مور يې بيا چا د پېغور هينداره واچوله

لور دې بلۍ نه د فردا سره خبرې کوي.

ښاغلی فردا د ننګرهار ولايت د بهسودو د سیمې اوسېدونکی دی، په تاریخ او ژورنالیزم کې یې د ماسترۍ دیپلوم ترلاسه کړی.

فردا وایي د ښه او بد شعر پر ځای که وویل شي بریالی شعر او ناکام شعر نو ښه به وي. دا چې د هغه مقصد له دې خبرې څه دی، د هغه نه به یې واوروو:

د فاروق فردا په اند د ښه او بد شعر پر ځای د بریالي او ناکام شعر استعمال
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:25 0:00

په دی وروستیو وختونو کی په افغانستان کې ځوانانو غزل لیکلو ته زیاته مخه کړی او د شعر نور ډولونو ته دومره پام نه کوی، فاروق فردا یې علتونه داسې په گوته کوي:

د غزل لیکلو ته د ځوانو شاعرانو د لیوالتیا په هکله د فردا تبصره
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:58 0:00

د نورو بشري ټولنو په څېر افغان پوهان او فرهنگيان هم د خپلې ټولنې د پرمختيايي بهير خوځنده ځواک دی. دوی د خپلو وگړو او پرگنو د ښوونې، ويښونې او لارښوونې چاره پر مخ بيايي.

د ښاغلي فردا په اند په پښتو شعر باندې د کره کتنې یا نقد د غونډو جوړول ډیر مهم دي. خو دا چې دا ډول غونډې باید څوک پرمخ یوسي او څوک کره کتوونکی کیدای شي، فردا وایي:

د فردا له نظره د پښتو شعر نقد او کره کتنه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:15 0:00

شعر د ښکلیو هنرونو یو له مهمو او په زړه پورې اجزاو څخه دی. فردا د ښه او بد شعر له ذکر نه ډډه کوي او پر ځای یې د کامیاب او ناکام شعر خبره کوي، خو کامیاب یا ښه شعر هغه دی چې له زړه راپورته شي او په زړونو اثر وکړي.

زمونږ همکار غورځنگ د هغه یو لنډ شعر د دکلمه کولو لپاره خوښ کړی چې ستاسې د هنري تندې د ماتولو لپاره یې دلته درته وړاندې کوو:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:03 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG