د لاس رسي وړ اتصالات

غفور لیوال: مونږ کرلي په عشق کې لاسونه


عبدالغفور لیوال، شاعر، لیکوال او ژورنالیست

عبدالغفور لیوال، شاعر، لیکوال او ژورنالیست

عبدالغفور لېوال د څو لسیزو راهیسې د افغانستان په ادبي، کلتوري او ټولنیز ډگر کې د یو ټکړه او نوښتگر شاعر، لیکوال او ژورنالیست په توگه ځلیدلی دی. گڼ شمیرڅېړنيز او ادبي اثار یی چاپ شوي او یو شمیر یې د چاپي او برېښنايي رسنيو له لارې خپاره شوي دي.

د پښتو ادب نومیالی او پوخ لیکوال اکاډيميسن پوهاند عبدالشکور رشاد، د لیوال د " د هوسۍ منظومه" په نامه اثر په اړه شپږ مخيزه سريزه کښلې ده، چې په هغې کې یې لېوال يو رمزنګار شاعر بللى او زياته کړې يې ده، چې د هوسۍ منظومه په پښتو ادب کې د خپل اسلوب له مخې، د رمزنګارۍ يوه ښه بیلګه ده.

ښاغلی لېوال د افغان ولس په درد دردیدلی شاعر او لیکوال دی چې ادبي لیکنې یې زیات مینه وال لري. د هغه په لسگونو اثار چاپ شوي او زیات شمیر نور یې چاپ ته تیار دي. د هغه یو شمیر شعرونه د افغانستان ټکره هنرمندانو هم زمزمه کړي دي. د هغه یو منظوم شعر د نوموړي په خپل آواز کې اوروو:

لیوال همدغه شعر تکړه هنرمند فرهاد دریا هم د موسیقۍ په پردو کې په خپل ښکلي آواز داسې زمزمه کړې دی:

د ښا غلی عبدالغفور لیوال په شعرونو کې د پاکې اوسپیڅلې مینې او عشق ناز، راز اونیاز، سوز او ګداز، حسن اوجمال، خلوص، محبت، د سوز وساز سندرې، د طبیعت د مناظرو رنګینه او هنري ښکلا او د ښکلو الفاظو موسیقیت په ډیر نوښتګرانه توګه انځور شوې دی لکه چی هغه وایی:

پېغله چینه کې خپل وربل جوړوي

او د وږمو ډمې یې مخ ته ده نیولې د اوبو هینداره

د شپونکي ګام نه تیږه رغړي د چینې لوري ته

او پرې ماتېږي د اوبو هینداره

پېغله ښېراوې کوي

شپونکی یې لمانځي په سلام د مینې

د پېغلې شونډې په ښېرا اخته دي

خو یې د سترګو ژبه بل څه وايي

تا سره مینه لرم.

یوال د شعر په هکله وایی چې شعر تر ادبیاتو ډیر هنرونو ته ورنږدې دی، او دا چې ځینی لیکوال او شاعران وایی شعر د شاعر د زړه ژبه ده، ځینی نور وایی شعر د شاعر د زړه بړاس دی، خو لیوال بیا هغه داسې تعریفوی:

په دې کې شک نه شته، چې د لیوال د شاعرۍ ژبه که هغه غزل او که ازاد شعردی، ډیره ساده، روانه، رنګینه او خوږه ده. دی په پښتو آزاد شعر کې د لوی لاس خاوند هم دی. د بیلګې په توګه د مکتبۍ د نظم څو بیتونه لولو:

مكتبۍ:

د بركلي صاحب زاده يم

يو مې اس، يوه شړۍ

قصيده مې پخه كړې

ګرځومه كوزړۍ

ځوان مريد د څرخي پير يم

رنګ دې ورك شي

كوډې نه كړم

كوډې باسم

بند بختونه خلاصومه

د مئينو زړو ريبار يم

شكرانه مې يا مميز دي يا توتان دي يا مرۍ

څوك دستمال راته خامك كړي

څوك راجوړه كړي خولۍ

د بركلي صاحبزاده يم

نجونې ګردې رانه تاو وي

تاويزونه رانه غواړي

ملا تل راته په قار وي

سل كپرونه راته وايي

پروا يې ډېره نه كړم

خدايزده ولې د كوز كلي په زلميو باندې ګران يم

ما ته راز د دوى معلوم دى

يو د خان په لور مئين دى

بل لیدلې د ملا صاحب لمسۍ

یو شمیر لیکوالان په دی نظر دی چی په شاعری کی تر ټولو مهمه منبع مینه ده که چیری مینه نه وی نو د شاعری ډیره لویه او مهمه برخه له مینځه ځی. همداشان ښکلا د انسان یوه تلپاتې تلوسه ده، چې هر وګړی يې بېل تعریف او ځانګړی تعبیر لري، دا چې لیوال په شعر کی مینه او ښکلا څومره مهمه گڼي، پخپله له هغه نه به یې واورو:

لیوال په دې هکله چې د یوه ادبی او فرهنگی شخصیت په حیث او دا چی په پښتو ژبه یې زیاتی لیکنی کړی دي، دا چې همدا اوس د افغانستان په مطبوعاتو او رسنیو کی پښتو ژبه څومره په معیاری ډول سره لیکل او کارول کیږی او ددی تشی د ډکولو لپاره باید څه وشی، وایي:

لیوال وایي که څه هم په دې وروستیو کلونو کې د پښتو ژبې د بډاینې په خاطر ډیر هڅې شوي دي خو لا نور کار او زیار ته اړتیا ده چې ژبه معیاري او د نورو ژبو سیاله شي.

  • 16x9 Image

    شیر غورځنګ

    شیر غورځنګ د کابل پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځی د راډیو او تلویزون څانګه لوستي او د اتو کلنو راهیسې د امریکاغږ اشنا تلویزون او راډیو سره کار کوي. هغه پخوا د افغانستان په ملي راډیو تلویزون کې د نطاق او ژورنالست په حیث هم کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG