د لاس رسي وړ اتصالات

د سنګین سرپرست امنیه قومندان ونیول شو


افغان امنیتي چارواکي وايي چې نیول شویو پولیسو غوښتل چې د سنګین ولسوالۍ طالبانو ته وسپاري.

افغان امنیتي چارواکي وايي چې نیول شویو پولیسو غوښتل چې د سنګین ولسوالۍ طالبانو ته وسپاري.

د هلمند د امنیې قومندان جنرال عبدالرحمن سرجنګ وايي چې " افغان ځواکونو د سنګین امنیه قومندان او نور پولیس نیولي او د هلمند قول اردو ته یې راوستي دي".

څارمن محمد نبي، د سنګین ولسوالۍ د سرپرست امنیه قومندان په توګه دنده تر سره کوله ځکه چې امنیه قومندان محمد داود دامهال ژوبل او په روغتون کې بستر دی.

ښاغلی سرجنګ وویل چې له نیول شویو کسانو پلټنې روانې دي، خو نوموړي د هغوی دنیولو کېدو په اړه نور ډېر جزییات ورنکړل.

مګر، د رویټرز خبري اژانس وايي، یو افغان پوځي چارواکي، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ورته ویلي" زموږ پلټنې ښيي چې قومندان او پولیسو طالبانو ته وسلې او مهمات سپارل او هڅه یې کوله چې ولسوالي هم طالبانو ته وسپاري. موږ له بهرنیو ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې هغوی ټول ونیول".

تراوسه لا په دغو عملیاتو کې د امریکايي ځواکونو د برخې اخیستو او نه اخیستو خبره نه ده تاید شوې او په کابل کې یو امریکايي پوځي چارواکي په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

رویټرز وايي دغه پېښه تېره اوونۍ شوې وه خو خبر یې نن ورکړل شوی دی.

په دې وروستیو کې په هلمند کې شاوخوا ۱۰۰ افغان امنیتي چارواکي یا له دندو لېرې کړل شوي او یا بدل شوي دي.

د سنګین ولسوالۍ له تېرو څلور میاشتو راهیسي د سختو نښتو او جګړو شاهده ده چي دوه وارې د طالبانو او حکومتي قواوو ترمنځ لاس پر لاس شوې هم ده.

د سنګین ولسوالۍ ته د هوا له لاري اکمالات تر سره کیږي او ځمکنۍ لار يې د امنیتو ستونزو له کبله تړلې ده.

XS
SM
MD
LG