د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې د سرحدي پولیسو قوماندان وژل شوی


د سرحدي پولیسو د درېیم کنډک قوماندان سمونمل ولي‌جان امرخیل تیره شپه د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې ووژل شو.
د سرحدي پولیسو د درېیم کنډک قوماندان سمونمل ولي‌جان امرخیل تیره شپه د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې ووژل شو.

د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې تېره شپه د سرحدي پولیسو د دریم کنډک پر قوماندان ماین چاودنه شوې چې له امله یې قوماندان سمونمل ولي‌جان امرخیل له یو بل منصبدار سره وژل شوي دي.

په ختیځ زون کې د سرحدي لوا قوماندان ولي خان شینواري امریکا غږ ته وویل، دا چاودنه تېره شپه یوه بجه په داسې حال کې رامنځ ته شوې چې د دوی پولیس او منصبداران د دانګام ولسوالۍ ته نژدې د وهاب په نوم د سرحدي پولیسو یوې پوستې ته ختل.

نوموړی وايي چې د لارې په سر دغه ښخ شوي ماین د دریم کنډک قوماندان سمونمل ولي‌جان امرخیل او یو بل منصبدار وژلي او یو عسکر یې ټپي کړی دی.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم هم دا پېښه تاید کړې او وايي، د سرحدي پولیسو دغه منصوبین پیاده روان وو، چې ورباندې د ماین چاودنه وشوه.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددغه ماین چاودنې مسولیت نه دی منلی.

دانګام د کونړ یوه له هغو ولسوالیو ده چې د ډیورنډ کرښې ته څیرمه پرته ده.

چارواکي وايي چې د کرښې له هغې غاړې نه په اسانۍ وسله وال دې غاړې ته راوړي او په حکومتي خلکو او ځایونو بریدونه کوي.

په دانګام ولسوالۍ کې د تېرو څو کلونو راهیسې له پاکستاني اړخه وخت ناوخته د توغندیزو بریدونو لړۍ لا تر اوسه هم نه ده ودرېدلې او چارواکي وايي چې دا توغندي ډېر کله په شاړو ځمکو کې لګېږي.

XS
SM
MD
LG