د لاس رسي وړ اتصالات

په ارزګان کې افغان پولیسو خپل نهه ملګري ووژل


تراوسه ددغې پېښې انګیزه معلومه نه ده.

تراوسه ددغې پېښې انګیزه معلومه نه ده.

د اروزګان په ولایت کې چارواکي وايي په یو برید کې دریو پولیسو خپل نهه ملګري وژلي دي.

چارواکي وایي برید کوونکو پولیسو د وژل شویو همکارانو وسلې اخیستي او بیا له سیمې تښتېدلي دي.

پېښه د دوشنبې په شپه د د هراود په ولسوالۍ کې د سنګر په نوم په یوه امنیتي پوستې کې شوې ده.

د اروزګان د امنیت امر سمونوال رحیم الله خان د امریکا غږ اشنا ته وویل چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړي او سیمې ته یې يو پلاوی هم استولی دی.

ګمان کیږي چي په اروزګان کې بریدګر به د افغان حکومت له وسله والو مخالفینو سره یو ځای شوي وي.

تیره ورځ د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې دوو پوليسو هم خپل څلور ملګري وژلي وو او بیا تښتېدلي وو.

تر دې دمه د دغو تازه پېښو انګیزه معلومه نه ده، خو دمخه دا ډول بریدونه تر ډېره هغو کسانو کړي چې یا يې له وسله والو طالبانو سره لاس درلود او یا یې تر اغیز لاندې وو.

XS
SM
MD
LG