د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل پولیس وايي له شپیتو ټنو زیات چرس یې نیولي


عملیات د کابل ښار په څنډو کې شوي دي

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې معین جنرال بازمحمد احمدي وایي په روانه اونۍ کې د نشه یې توکو سره د مبارزې پولیسو د کابل ښار په ختیځ کې د خاک جبار په ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په لړ کې ۶۱ ټنه خام چرس ضبط کړي او بیا یې له منځه وړي دي.

جنرال باز محمد احمدي وویل، دا عملیات چې نشه یې توکو پر وړاندې ددغه وزارت لومړني ځمکني عملیات وو، پخپله د کورنیو چارو د وزارت د نشه یې توکو د پولیسو له خوا یې پلان ترتیب شوی وو.

جنرال احمدي وویل "البته دا لومړني عملیات نه دي چې په خپلواک ډول د افغانستان د نشه یې توکو سره د مبارزې د پولیسو اوزمونږ د ځانګړو ځواکونو له خوا یې پلان ترتیب شوی و، خو لومړني ستر عملیات دي چې مونږ د ځمکي له لارې ترسره کړي دي".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د وینا له مخې دا عملیات د خاک جبار ولسوالۍ د ګردي میدان په سیمه کې په شپږوکلو کې د تیرې شنبې په ورځ ترسره شوي دي.

خو هغه وویل، چې په دې عملیاتو کې څوک نه دي نیول شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د رپوټ له مخې د افغانستان د نشه یې توکو سره د مبارزې پولیسو په تیرو اوو میاشتو کې د نشه یې توکو د قاچاقبرانو پر خلاف د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې ټول ۱۴۲۵ عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې ۳۲۸ ټنه ډول ډول نشه یې توکي پولیسو لاس ته ورغلي او ۱۶۹۲ کسان د نشه يې توکو په کاروبار کې د لاس لرلو په شک نیول شوي او د افغانستان عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوي دي.

افغانستان کې د نړۍ له بل هرځای څخه زیات نشه یې توکي کرل او تولیدیږي.

د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې سږکال په افغانستان کې د کوکنارو کر۱۰ فیصده او د اپینو تولید ۴۳ فیصده زیات شوی وو.

د افغانستان د نشه یې توکو سره د مبارزې پخوانی وزیر جنرال خدایداد هزاره وایي چې د نشه یې توکو کراو تولید د افغانستان او نړۍ لپاره یو ستر ګواښ دی چې په دغه هیواد کې د امنیت د ټینګیدو پرته پرې کابو موندل ممکن نه دي.

جنرال خدایداد هزاره وایي، افغانان یوازې نشه یې توکي کري خو دا کاروبار له افغانستان څخه بهر اداره کیږي او ګټه یې هم بهرنيو قاچاقبرانو ته رسیږي.

د افغانستان د نشه یې توکو سره د مبارزې پخواني وزیر وویل، په هغو سیمو کې چې امنیت نشته د نشه یې توکو کرکیله له نورو سیو زیاته ده.

خو هغه وویل، په دې کاروبار کې ډیر خلک شریک دي.

جنرال هزاره وویل " متاسفانه په کوم ځای کې چې امنیت نشته او د طالبانو ترکنټرول لاندې سیمو او په هغو ولایتونوکې چې امنیتي ګواښونه په کې ډیر دي کوکنار ډیر زیات کرل کیږي، په ځانګړي ډول د ځمکو ستر خاوندان، له ښارونو بهر جنګ سالاران، طالبان، تروریزم، القاعده او د دولت زورواکي په بشپړه توګه په دغه خطرناکه پروسه کې یو بل سره شریک دي او د یو ځنځیر په توګه کارکوي".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ۶۱ ټنو خامو چرسو د ضبط او له منځه وړلو خبر په داسې حال کې ورکړی، چې د افغانستان په ختیځو، جنوبي او لویدیځو ولایتونو کې بزګران د کوکنارو د نوي فصل کر ته تابیا نیسي.

افغان حکومت د کوکنارو د کر څخه د بزګرانو د مخنیوي لپاره لا دمخه د یو شمیر ولایتو د مسولینو سره مشورتي غونډې پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG