د لاس رسي وړ اتصالات

سروې: ۶۰ فیصده پولیس په فساد ککړ دي


سروې: ۶۰ فیصده پولیس په فساد ککړ دي
سروې: ۶۰ فیصده پولیس په فساد ککړ دي

افغانان وایی ۶۰ په سلو کی پولیس او ۴۰په سلو کی د ملی اردو چارواکي په فساد ککړ دي همدارنګه خلک د پولیسو د ناسم چلند، په مخدره توکو د دوی روږدوالی، د خلکو ځورونه او د قانون نه د هغوی د ناخبرتیا نه سر ټکوي.

د افغان پولیسو د وضعیت په هکله یوه تر سره شوې سروې ښایي چې د پولیسو په ځواکونو کې تر اوسه ۱۱۵۷ تنه د ناوړه پیښو شکمن کسان پیږندل شوي او خلکو په زیاتره سیمو کې پر پولیسو خپل باور بایللی دی.

دا په داسی حال کی ده چې د پولیسو چارواکې وایي سږ کال تر پخوا د پولیسو وضعیت ښه شوی دی او دوی لګیا دي د پولیسو د ښونې او روزنې په ښه والي باندې زیاتې پيسې او وخت لګوي.

دا سروې چې د ملګرو ملتو پراختیایي پروګرام پورې تړلې اکسور نومې موسسې تر سره کړې ښیي چې ۶۷ په سلو کې افغانان په دې اند دي چې افغان پولیس په اداري فساد، مخدره توکو او د مخدره توکو په قاچاق ککړ دي او د تلاشیو پر مهال د پولیسو د بد چلند، ځورونو، هغوی باندی د تورونو لګولو او وهلو ټکولو نه سر ټکوي او وایي د پولیسو په پوځونو کې دا کمزوری ټکی تر نورو سیمو زیات په سویلي ولایتونو کې لیدل کیږي.

دا سروی چې د افغانستان په نږدې ۳۴ ولایاتو کې د څه د پاسه ۹۰۰ افغانانو له خوا تر سره شوې ښيي چې په زیاتره سیمو کې خلکو په حقوقي پیښو کې د پولیسو د مداخلې نه ناخوښي څرګنده کړې او وایي د قانون د تنفیذ او احکامو نه د افغان پولیسو د ناخبرﺉ له آمله دوی دا بهتره ګڼي چې را منځته شوې پیښې د سپین ږیرو او قومي مشرانو له لارې حل کړي یوازې هغه پیښې چې جنسي تیریو، تهدیدونو او ځورونو پورې ټړاو لري د پولیسو له لارې یې حل کوي.

خو له بلې خوا ددې سروې د تر سره کونکي کمپنۍ مشر ماتیوس وارشاو وایي ۷۳ په سلو کې افغانان پو لیسو ته د احترام په سترګه ګوري او د دوی پر وړتیاوو باور لري. ۸۰ په سلو کې افغانان په خپلو سیمو کې د پولیسو د همیشني شتون نه خوښي څرګنده کړې ده.

دا سروې څرګندوي چې ۸۹ په سلو کې افغانان د ورځې پر مهال په خپلو سیمو کې ارام او ازاد تګ را تګ کوي خو د شپې له خوا یوازې د هغوی کورونه دي چې پکې امن او ارامه وي.

له بلې خوا د افغانستان په سنتي ټولنه کې په پولیسو کې د ښځو ګډون له بیلا بیلو غبرګونونو سره مخامخ شوي.

۴۵ په سلو کې دا کار ستایي او وایي که ښځینه پولیس وي د ښځو او ماشومانو ستونزې به سپکې وي او دوی به وکړای شي چې په ازاده او ارامه خپله ستونزه له ښځینه پولیسو سره شریکه کړي.

خو ۴۲ په سلو کې او زیاتره په جنوبي سیمو کې خلک دا یو ناسم کار ګڼي.

زیاتره افغانان وایي د پولیسو په لیکو کې د بې سواده کسانو شمیره لوړه ده او وجه یې هم دا ده چې د افغانستان په جګړه ییزو شرایطو کې پولیس تر زده کړو زیات د مخالفینو او جرمونو سره په مبارزه اخته دي خو د کورنیو چارو وزارت د میرمونو سره د مبارزې رییس ژمنه کوي چې دوی به د سواد او علم په ګاڼه سمبالوي ځکه دا به د مجرمینو په پیژنده او ګرفتارﺉ کې له دوی سره زیاته مرسته وکړي.

د پولیسو چارواکی دوی سره د نړیوالو مرستو څرګندونه کوي او وایي د بایو متریک دستګاه په واسطه چې د مجرمینو د پيږندلو لپاره کار کوي دوی توانیدلي دي ۱۱۵۷تنه شکمن کسان د پولیسو په ډله کې و پیږني.

د کورنیو چارو وزارت وایي د ا سروې ورته یو ستراتیژیک لارښود دی تر څو وکولای شي چې د پولیسو د ریفورم او پراختیا په برخه کې ددې سروې لارښونې په پام کې وساتي او ورباندې عمل وکړي.

XS
SM
MD
LG