د لاس رسي وړ اتصالات

هغه ښځې چې پرون یې یو امریکايي ووژه ، افغانه نه بلکې یوه ایرانۍ ده


afghan police women
afghan police women

یو افغان چارواکي ویلي دي چې هغه ښځې چې پرون یې یو امریکايي قراردادي ووژه یوه ایرانی ده چې لس کاله مخکې د خپل میړه سره افغانستان ته راغلې وه او هغه ورته جعلي تذکره اخیستې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي نن وویل چې د دغې ښځې خبرې او چلند په خود نه و برابر. خو هغه دا هم ویلي دي چې په څیړنو کې دا نه ده په ډاګه شوي چې د دغې پيښې سره دې کومه وسله واله ډله تړاو ولري.

پرون د دوشنبې په ورځ د پولیسو یوې ساتنمنې چې نرګس نومیده، یو امریکايي ووژی. دغه امریکايي چې 49 کلن و جوزیف ګریفین نومیدي او د امریکا د جورجیا د ایالت وو.

دغه برید د داخلي انفرادي بریدونو په لړ کې لومړنی برید و چې د یوې ښځې لخوا وشو.
XS
SM
MD
LG