د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د یو افغان پولیس په مرسته پنځه پولیس وژلي


افغان پولیس
افغان پولیس
په کندهار کې وسله والو طالبانو د پوليسو په منځ کې د یو نفوذي ملګري په مرسته پنځه پوليس وژلي او څو نور يې برمته کړي.

پېښه د جهارشنبې په شپه ( د اپریل ۲۲) ناوخته د کندهار د غورک ولسوالۍ په محمد شاه کلا سیمه کي رامنځ ته شوې ده .

ځايي مقامات وايي چې د غورک ولسوالۍ په مرکز کې یوه پولیس له وړاندې له وسله والو طالبانو سره لاس درلود او د خپلو ملګرو د وژلو لپاره یې هغوی ته د برید زمینه برابره کړې ده .

طالبانو پنځه نور پولیس او د پوستې وسلې او مهمات هم له ځانه سره وړي دي .


د کندهار د پوليسو ویاند ضیا درانی وايي چي دوی پدې باب تحقیقات کوي:

د غورک د پېښي په اړه موږ خپلې پلټنې پيل کړي او وروستي جزیات به يې در سره شریک کړو ، خو پېښه تایدوو ) .

دغه راز امنیتي مامورین وايي چي د کندهار په میوند ولسوالۍ کي د افغان قواوو په پوځي عملیاتو کي شپږ وسله وال د نښتې پر مهال وژل شوي .

پر افغان سرتیرو د مرګوني برید دغه تازه پېښه پر داسي وخت رامنځ ته کیږي چي د امنیت او ثبات په ټينګښت کي يې رول او ونډه تر بل هر وخت اوس زیاته د پاملرنې وړ ګرځېدلې ده .

خو د ډیرو په باور چي له دغي تازه پېښي څخه څرګندیږي چي داخلي بریدونه لاهم د افغان قواوو په مخ کي د یوه عمده ګواښ په توګه پيژندل کیږي .

څه موده وړاندې وسله والو طالبانو په یو بل ورته برید کې په ختیځ ولایت کونړ کې ۲۱ سرحدي پولیس ووژل او یو شمېر نور یې ژوبل کړل، د دغې سرحدې پوستې ځینو پولیسو هم وار له مخې له وسله والو طالبانو سره لاس درلود او هغوی ته یې پر پوستې د برید زمینه برابره کړې وه .
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG