د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو طالبانو اووه افغان پولیس وتښتول


وسله وال طالبان
وسله وال طالبان
برمته شويو پوليسو د زابل په تر ټولو نا امنه ولسوالۍ نوبهار کي دنده لرله ، چي نن سهار ( مۍ ۷) تر جګړې وروسته وسله والو طالبانو ژوندي ونیول او له ځانه سره یې په نا معلوم لوري بیولي دي .

د زابل مرستیال والي محمدجان رسولیار امریکا غږ ته وويل چي وسله والو طالبانو د نیول شویو پولیسو اتم ملګری په برید کې وژلی دی .

محلي مامورین وايي چي اته واړه پوليس له ولسوالۍ څخه ولایتي مرکز کلات ته پر لار وو چي سهار وختي د ولسوالۍ په سېپۍ سیمه کي وسله والو پرې برید وکړ .

ښاغلی رسولیار وايي چي ځايي ولسي مشران هڅه کوي چي برمته شوي پوليس له وسله والو طالبانو څخه روغ رمټ راخوشي کړي .

(( زموږ اته پوليس چي له نوبهار ولسوالۍ څخه راتلل ، دشپې يې سفر کړی ، خو سهار چي ورځ رڼا شوې ځايي اوسیدونکو او وسله والو طالبانو لیدلي چي ، له وسله والو طالبانو سره تر جګړې وروسته زموږ د پوليسو مهمات خلاص شوي يوتن يې وژل شوی او اووه نور یې وسله والو له ځان سره برتمه کړي ، خو موږ يې د ځايي خلګو په مرسته د ژر خوشي کیدو په هڅه کي یو )) .

له بلي خوا په کندهار کي د ملي پوځ پر سرتیرو د سړک دغاړي د ماين چاودنه شوې ، چي د درې افغان سرتېري په کي ټپیان شوي او یو په کې وژل شوی دی .

د ۲۰۵ اتل قوال اوردو مطبوعاتي دفتر وايي چي پېښه د ژړۍ په ولسوالۍ نن سهار هغه مهال رامنځ ته شوې چي د پوځ سرتیري په یوه نظامي ماموریت بوخت وو .
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG