د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سیاستوال ظاهر افق مړ شو


د افغانستان د معاصر سیاسي بهیر د څلویښتمې لسیزې راهیسې فعال پاته شوی سیاستوال ظاهر افق له دنیا سترگې پټې کړې.

ظاهر افق په کندهار کې زیږیدلی و او د افغانستان د ١٣۴٠ شمسي لسیزې راهیسې یې چې د "دموکراسۍ لسیزه" بلل کیږي، په سیاسي خوزښتونو کې فعاله ونډه درلوده. هغه د مارچ په شپږمه نیټه په کابل کې له دنیا سترگې پټې کړې.

ښاغلي افق ثانوي زده کړې د کندهار د میرویس نیکه په لیسې کې کړي او بیا د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشری علومو د پوهنځی د ژورنالیزم له څانګې څخه فارغ شوی و.

ښاغلی افق د کندهار د روښانفکرو مشرانو، ابراهیم اعطایي، ولي ځلمي، محمد انور نومیالي، محمد علم بڅرکي او یو شمیر نورو د افکارو تر تاثیر لاندې و چې د ویښ زلمیانو د غورځنگ فعال غړي وو.

هغه په کابل پوهنتون کې د زده کړو پر وخت د یو شمیر هغو سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو سره اشنا شو چی وروسته یې د ۱۳۴۳ کال د "دموکراسۍ" له دورې نه په استفادې د خلق د دموکراتیک ګوند د رامنځ ته کیدو په لومړنۍ کنګره کې گډون درلود. ظاهر افق هم په دې کنګره کی گډون کړی و او د گوند د مرکزي کمیټې د علی البدل غړي په توګه ټاکل شوی و.

د خلق په دموکراتیک گوند کې د څو ځلي انشعابونو په نتیجه کې ظاهر افق خپل سیاسي گوند رامنځ ته کړ چې " د افغانستان د زخمتکښانو د انقلابي جمعیت" په نوم یادیده.

افغان لیکوال او د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ پخوانی وزیر عبدالباري جهاني چې د ښاغلي افق سره یې له نژدې پیژندل وایي "ظاهر افق د خپل ژوند له کوچنیوالي بیا تر مرگه پورې په سیاست کې فعال پاته شو. ددې سره سره چې د افق ایډیالوژیک ملگري قدرت ته ورسیدل، خو هغه ته په کې کوم چانس حاصل نه شو او تر ډیره په اپوزیسیون کې پاته شو."

ظاهر افق تر ١٣٦٧ کال پورې د علومو د اکاډمۍ مرستیال و چې همدایې وروستۍ رسمي دنده وه. هغه په علومو اکاډمۍ کې د کاندید اکادمسن علمي رتبه درلوده.

د ظاهر افق لیکنې

د ښاغلي افق کورنۍ ته منسوب یو افغان ژورنالیست زمری محقق د هغه د علمي او ادبي لیکنو په اړه امریکا غږ ته وویل چې ظاهر افق نه یوازی د سیاست په ډګر کی فعال و بلکه "د علم، ادب او قلم په ډګر کی یی هم یو شمیر ارزښتناکه اثار لیکلي او تالیف کړي دي."

ښاغلی زمری د بیلگې په توگه د ښاغلي افق یو شمیر لیکنې یادې کړې چې په هغو کې "د فلسفی ویش او مفهوم، د لرغونی یونان د فلسفی لنډ تاریخ، هنر او ښکلا پیژندنه، د لیک نښې نښانې، پر احمد شاهي کندهار باندي یوه لنډه کتنه، په کندهار کې کورنی جوړښت، ژبه دماغ ته د خارجي کړکۍ په څیر او د انشتین د نسبیت تیوری"، شامل دي.

ښاغلي جهاني چې د افغانستان د علومو په اکاډمۍ کې د ښاغلي افق سره په یو وخت کار کاوه د افق د "هنر او ښکلا پیژندنه" کتاب یادونه کوي، خو وایي چې دا کتاب هم د ښاغلي افق د فکري سیر په وجه د هغه د سیاسي ایډیالوژۍ تر تاثیر لاندې انځور شوی دی.

ښاغلی افق د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ په وخت په شل کاله بند محکوم شو، خو یوازی دوه کاله یی د پلچرخی په زندان کی تیرکړل او بیا د کاناډا هیواد ته مهاجر شو، خو څو کاله وروسته بیرته کابل ته ولاړ او د ژوند وروستی کلونه یی د خپلی کورنی سره یو ځای په کابل کی تیر کړل.

XS
SM
MD
LG